په جرمني کې د افغانستان سفیر یما یاري ویلې چي د کوربه هېواد په غوښتنه له خپلې دندې یې استعفا کړې ده.

ښاغلي یاري وویل چې دی به خپل کار د برلین په سفارت کې پای ته ورسوي ترڅو د افغان اتباعو او کډوالو لپاره د ستونزو د زیاتوالي مخه ونیسي پداسې حال کې چې ښایې د افغانستان د سفارت د تړل کیدو لامل هم وسي .

تر دې مخکې په بن کې افغان قونسل لطف الله سادات هم اعلان کړی و چې د کوربه هېواد د محدودیتونو او غوښتنو له امله به خپله دنده پای ته ورسوي.

په بن کې د افغانستان قونسلګرۍ پخپل رسمي فیسبوک پاڼه کې د ښاغلي سادات په استازیتوب په یوه خپره سوې اعلامیه کې راغلي: «د کوربه هېواد د ځینو سیاسي ملحوظاتو او محدودیتونو او د هغوی د غوښتنې له امله زه د جنرال قونسل په حیث له دندې استعفا کوم.»

هغه لیکلي دي «د شته ستونزو د دوام د مخنیوي او د کوربه هېواد د سیاسي ملحوظاتو او محدودیتونو او غوښتنې په پام کې نیولو سره زه چې د افغانستان په ډیپلوماتیکه دستګاه کې د ۲۳ کلونو خدمت ویاړ لرم، په آلمان کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د جنرال ‌قونسل په توګه له خپلې دندې ګوښه کیږم.»

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه په دغه هیواد کې د افغانستان په دیپلوماتیکو دفترونو کې د بدلونونو په اړه څه نه دي ویلي.

تالبانو تر اوسه په جرمني کې د افغانستان په سفارت کې د بدلونونو په اړه څه نه دي ویلي.

خبریال : ص/ذ