یو شمېر بریتانیا مېشتو افغانانو د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې په ملاتړ یوه ناسته بللې وه، چې په بریتانیا او یو شمېر اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو هم ګډون پکې کړی و.
د غونډې سمبالوونکي وايي، په دې تړاو به د بریتانیا پارلمان ته خپل پرېکړه لیک هم وسپاري. په لیک کې دا هم راغلي، “موږ په څرګنده توګه د ښځینه وو د زده کړو او حقونو په تړاو د طالبانو تګلارې غندو، موږ باور لرو چې پر افغان لوبډلې د بندیز کمپاین ناسم، بې ګټې او د افغانانو او بریتانیا ګټو ته زیان رسوي.”

په لیک کې له بریتانوي سیاستوالو غوښتنه شوې چې د افغان کرېکټ ملاتړ وکړي هغسې چې یې د بشري مرستو او ولسي افغانانو د ملاتړ ژمنه کړې.
د ناستې یوې ګډونوالې او د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ استازې شکریه بارکزۍ وايي، “کرېکټ نه یوازې موږ ته خوښي راکوي، بلکې زموږ هویت یې ساتلی. کرېکټ د افغانستان د ملي هویت تمثیل دی.”
دغه ناسته کې د ډېری وینا والو ټینګار پر دې وو، چې “کرېکټ دې له سیاست سره نه ګډېږي.” دا په یوه ډول هغو څرګندونو ته اشاره وه، چې په وروستیو کې د بریتانیا د پارلمان یو شمېر غړو د انګلنډ له کرېکټ بورډه غوښتي وو، په چمپینز ټرافي کې دې له افغان لوبډلې سره پرېکون وکړي.
بریتانوي استازي دغه ګام د طالبانو حکومت له لوري افغانستان کې پر ښځو او نجونو د ځپونکو تګلارو پر وړاندې غبرګون کې د یو ډول فشار په توګه بولي.
له انګلنډ وروسته د سویلي افریقا چارواکو هم ورته څرګندونې کړې وې او پر طالبانو د بشري حقونو په ځانګړې ډول د ښځو د حقونو لپاره یې له افغان ملي لوبډلې سره د کرېکټ لوبو د پرېکون غوښتنه درلوده.
د انګلنډ او سوېلي افریقا کرېکټ بورډونو د خپلو هېوادونو د سیاستوالو خبرو ته غبرګون کې ویلي وو، “د افغانستان په اړه دریځ باید د کرېکټ نړیوالې شورا له خوا د نړیوالو سیالیو د ګډون د اړتیاوو او مقرراتو سره سم مخې ته لاړ شي.”
یو شمېر افغانان کرېکټ یوازیني هغه څه بولي، چې دا مهال په نړیواله کچه د افغانانو استازولي کوي.