بي بي سي ته یوې باوري سرچینې تایید کړې ده چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني لا هم کابل ته نه دی ستون شوی. ښاغلی حقاني د جنورۍ پر ۲۳مه نېټه سعودي او بیا له هغه ځایه متحدو عربو اماراتو ته تللی و.

سرچینې بي بي سي ته تایید کړه چې ښاغلی حقاني لا هم هېواد ته نه دی ستون شوی، او ادعا یې لرله چې د درملنې او ارام په نیت لا هم له افغانستانه بهر دی.

دغې سرچینې ونه غوښتل چې د سراج الدین حقاني د ‘دمې او درملنې’ ځای په ډاګه کړي. یوازې دومره یې وویل چې د افغانستان په شاوخوا کې دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه وینا پاڼه کې ویلي وو، د روان زېږدیز کال د جنورۍ له ۲۳مې د فبرورۍ تر دریمې نېټې یې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ته د سفر معافیت ورکړی چې سعودي ته د عمرې پرځای کولو لپاره ولاړ شي خو دا لا څرګنده نه ده چې ښاغلي حقاني ته د سفر دغه معافیت غځول شوی که نه.

داسې رپوټونه هم شته چې هغه د دې سفر پر مهال متحدو عربو اماراتو کې هم لیدنې کتنې درلودې. یوې بلې سرچینې بیا بي‌بي‌سي پښتو وېپپاڼې ته وویل اماراتو ته له نورو لیدنو کتنو ورهاخوا د هغه د سفر یوه موخه د خپلې مېرنۍ مور کور ته ورتګ و. د ښاغلي حقاني دغه مور چې په خټه عربه ده له تېرو ډېرو کلونو راهیسې اماراتو کې د خپلو وروڼو په کور کې اوسېږي.

د ښاغلي حقاني دومره اوږده سفر چې ډېر رسنیز هم نه دی له خلکو سره ځینې پوښتنې راپورته کړي.

په کابل کې د ښاغلي حقاني نشتوالی داسې مهال دی چې د طالبانو حکومت د لومړي وزیر، د اقتصاد چارو مرستیال ملا عبدالغني برادر هم له څو اوونیو راهیسې له هېواده دباندې دی.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال او له امریکا سره د طالبانو غورځنګ د سولې د خبرو جګپوړی مرکچي عباس ستانکزی هم دا مهال متحدوعربو اماراتو کې دی. داسې رپوټونه وو چې هغه د نجونو د زدکړو په تړاو له تندو څرګندونو وروسته له هېواده وتلی دی.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد تېره اوونۍ له بي بي سي سره خبرو کې ویلي و چې ښاغلی ستانکزی په دوبۍ کې له کورنۍ سره ژوند کوي او له رخصتۍ تېرولو وروسته به دندې ته ستون شي.

د دغو درې لوړو پوړو چارواکو هم‌مهاله وتل او له کابل دومره اوږد لېرېوالی هغه ګنګوسې پیاوړې کوي چې ګواکې د طالبانو د حکومت د ځینو لوړپوړو چارواکو او د دوی د مشر هبت‌الله اخندزاده ترمنځ اختلافات رامنځ ته شوي دي. دا هغه ادعا ده چې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد یې ردوي.

شنونکي انګېري چې د طالبانو ترمنځ د اختلاف خبرې به تر هغو تودې وي چې دغه طالب مشران بېرته افغانستان ته نه وي ستانه شوي.