د افغانستان د تکواندو تنکیو ځوانانو ملي لوبډلې د اسیا ازادو سیالیو کې د درېیو سرو زرو مډالونو په ګټلو سره د دغو سیالیو د اتلولۍ مقام وګاټه.
د افغانستان تکواندو ملي لوبډلې مشر روزونکي محمد بشیر تره کي بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وویل، “پنځو لوبغاړو په بېلابېلو پنځو اولمپیکي وزنونو کې ګډون کړی وو، چې له هغې ډلې زموږ درې لوبغاړي وتوانېدل درې د سرو زرو مډالونه وګټي، چې ورسره افغانستان د اوومې دورې اتلولي هم وګټله.”
د افغان تنکیو ځوانانو له ډلې حکیم الدین اکید او تمیم الرحمن رحماني خپل څلور- څلور سیالان مات کړل او د سرو زرو مډالونه یې وګټل. دغه راز سدیس سکندر د خپلو درېیو سیالانو تر ماتولو وروسته د سرو زرو مډال پر غاړه کړ.
په دغو لوبو کې تمیم الرحمن د سیالیو د غوره لوبغاړي لقب هم په خپل نوم کړ.
د تنکیو ځوانانو سیالۍ د فبرورۍ په اوولسمه پای ته ورسېدې او د سې شنبې له ورځې (فبرورۍ ۱۸مې) د ځوانانو سیالۍ پیلېږي. ټاکل شوې د ځوانانو سیالیو په لومړۍ ورځ درې افغان لوبغاړي، حکمت الله زین، اشرف شکران او حسام رحیمي لوبې وکړي.
د ځوانانو سیالیو کې له ۲۷ هېوادونو شاوخوا ۴۰۰ لوبغاړي ګډون لري، چې خپل بختونه به سره ازمايي.
تر تنکیو ځوانانو او د ځوانانو له سیالیو مخکې د پومسې فارم په برخه کې هم، افغان لوبغاړي سید ظریف هاشمي د اسیا تکواندو ازادو سیالیو جي ۲ څخه د سرو زرو مډال وګاټه.
ښاغلی تره کي وايي، دا په دې برخه کې د افغانستان په تاریخ کې لومړی د سرو زرو مډال دی.
دا لوبې د فبرورۍ په ۱۴مې پیل او همدې میاشتې تر ۲۰مې نېټې به په اسلام اباد کې روانې وي. له افغانستانه پکې د ځوانانو او تنکیو ځوانانو په برخو کې شاوخوا ۳۰ تنه لوبغاړي ګډون لري چې په بېلابېلو برخو او وزنونو کې سیالۍ کوي.
د تکواندو ملي لوبډلې له روزونکی محمد بشير تره کي وايي، دوی هيله لري چې نور مډالونه هم وګټي، ځکه په ټوله کې یې د لوبغاړو روحیه ښه او لوړه ده.