په غزه کې د حماس تر مشرۍ لاندې د روغتیا وزارت د وژل شویو کسانو د شمېر په اړه تازه معلومات ورکړي دي. حماس پر ټیلیګرام خپاره شوي یوه پیغام کې ویلي، د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې ۴۰۴ کسان وژل شوي دي. خو په واټس اپ کې یې دا شمېر ۴۱۴ تنه ښوولی دی.
وزارت زیاتوي، ځینې قربانیان لاهم تر کنډوالو لاندې بند پاتې دي.
د اسرائیلو پوځ وايي د غزې په مختلفو برخو کې یې د حماس پر مرکزونو بریدونه کړي دي. دا بریدونه د اسرائیلو او حماس ترمنځ له اوربند راهیسې “تر ټولو پراخ” بلل شوي دي.
د اسرائیلو دفاعي ځواکونو ويلي چې د حماس اړوند “ترهګریز اهداف” په نښه کوي.

د “رویټرز” خبري اژانس د راپور له مخې، دری کورونه د مرکزي غزې په دیر البلح، یوه ودانۍ د غزې ښار، او نورې موخې د خان یونس او رفح په سیمو کې په نښه شوې دي.
د راپورونو له مخې، په غزه کې د کورنیو چارو مرستیال وزیر او د حماس لوړ پوړی امنیتي چارواکی محمود ابو وفاح هم په یوه برید کې وژل شوی دی.

د اسرائیلو لومړي وزير دفتر په یوه اعلامیه کې ويلي چې بنیامین نتنیاهو او د دفاع وزیر اسرائیل کاتز د سې شنبې په سهار د دې بریدونه امر کړي دی.
په بیان کې ویل شوي، “دا د یرغمل شویو کسانو د خوشي کولو پر وړاندې د حماس پرلپسې مخالفت او د امریکا د ځانګړي استازي سټیو ویټکاف او د اسرائیلو او حماس ترمنځ د مذاکراتو د نورو منځګړو د ټولو وړاندیزونو د ردولو پایله ده.”
“اسرائیل به له دې وروسته د حماس پر وړاندې په بشپړ پوځي ځواک سره عمل وکړي.”
