په ترکیه کې د استانبول د ښاروال تر نیول کېدو وروسته احتجاجونه پيل شوي دي. اکرم امام اوغلو تر هغه څو ورځې مخکې نیول کېږي چې د ترکیې په ولسمشریزو ټاکنو کې د نوماند په توګه وټاکل شي.

    ښاغلی اوغلو د سیکولر جمهوري غوښتونکي خلق یا (سي‌اېچ‌پي) ګوند غړی دی او د ترکيې اوسني ولسمشر رجب طیب اردوغان یو ځواکمن سیال بلل کېږي.

    څارنوالانو هغه پر فساد او له یوې ترهګرې ډلې سره پر مالي‌ مرستو کولو تورن کړی او هغه یې “د یوه جرمي سازمان شکمن مشر” یاد کړی.

    پولیسو د پلټنو په ترڅ کې تر اوسه تر ۱۰۰ ډېر کسان نیولي چې سیاستوال، خبریالان او تجاران پکې شامل دي او د استانبول د والي دفتر په دغه ښار کې د څلورو ورځو لپاره ځینې محدودیتونه لګولي دي.

    امام اوغلو پر ټولنیزو رسنیو لیکلي چې “د خلکو اراده نه شي غلې کېدی”.

    احتجاج کوونکي سړکونو، پوهنتونونو او تر ځمکې لاندې د ټرېن تمځایونو کې سره راټول شوي او د حکومت ضد شعارونه ورکوي. د خلکو دا ډول قهرجن حالت دغه هېواد په کلونو کلونو کله نه و لیدلی.

    ځينې داسې رپوټونه هم ورکړل شوي چې ګواکې په ترکۍ پلازمېنه کې احتجاجیان له پولیسو سره لاس‌چنګاو شوي دي. د رويټرز خبري اژانس په ځينو ویډيوګانو کې ښکاري چې پولیس په استانبول پوهنتون کې راټولو شوو اعتراض کوونکو ته د مرچکو سپرې ورشیندي چې سره تیت او پرک او له دغه ځایه یې و باسي.

    زرګونه کسان په ساړه کې د استانبول ښار په مرکزي سیمه کې سره راغونډ وو او شعارونه یې ورکول چې “اردوغان دیکتاتور دی” او “امام اوغلو، ته یوازې نه یې.”