د پاکستان له پلازمینې اسلام اباده یو شمیر افغان کډوال په چارټر الوتکه جرمني ته راوړل سول
د جرمني دي يي ای خبري اژانس د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت په حواله ویلي، ” د دې افغانانو چارټر الوتکه په لابیزیک ښار کې نن مازیګر ناسته کړي ده .
په نننۍ پرواز کې ۱۶۲ افغان کډوال رانتقال شوي دي.
له دې وړاندې د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویلي و، شاوخوا ۲۶۰۰ افغانان چې جرمني ته د راتګ ژمنه ورسره شوې په پاکستان کې د انتقال په تمه دي.