د خیبر پښتونخوا په لکي مروت سیمه کې د ځايي خلکو یوې جرګې د واکسین لګولو له کمپاین سره پرېکون اعلان کړی، ورسره په سویلي وزیرستان کې بیا د پولیو واکسین کوونکو پر ساتونکې پولیس ډله وسله وال برید شوی دی. ځايي پولیس وايي، پېښه کې کوم زیان نه دی اوښتی.

پېښور کې ځایې رسنیو ویلی چې د پولیسو په ځوابي ډزو کې یو بریدګر وژل شوی دی.

د پولیو پر واکسین کوونکو بریدونه پاکستان کې اوږده مخینه لري. د یوه اټکل له مخې ویل کېږي، چې د ۱۹۹۰ له لسیزې راهیسې پاکستان کې د پولیو ضد واکسینولو ادارو ۲۰۰ کارکوونکي یا د دوی ساتنې ته ګومارل شوي پولیس وژل شوي دي.

پاکستان کې د سږ کال له جنورۍ میاشتې تر اوسه پورې د پولیو لږ تر لږه شپږ پېښو رپوټونه ورکړل شوي دي او د تېر کال په اوږدو کې بیا دا شمېر ۷۴ ته رسېدلی و. په افغانستان کې ۲۵ پېښې ثبت شوې وې.