د اروپایې اتحادیې له لوري د جرمني او بیلجیم دوو هیوادونو کې څو ټولنو داسې یوه پروژه په لاره اچولې چې په اروپایې اواسیایې هیوادونو کې هغه ځوانان چې له ۱۴ کلنۍ لوړ دي هغوی ته د مصنوعې زیرکتیا په هکله زده کړي ورکړي ترڅو پوري وه کولائ سې چې د تعلیم او مهاجرت ستونزو ته حل لاره وه لټوي.
د دغه پروژي مشري د افغانیک دفتر کوي چې جرمني هیواد کې له تیرو ۳۰ کلونو راهیسې د افغانانو د ادغام ، ژبې زده کړي او کلتوري پروګرامونو په برخه کې مخینه لري.
د افغانیک ددفتر مشر ډاکټر یحیې وردګ د دغه روزنیز کورس پرمهال وویل هڅه یې داده ترڅو پوري ځوانانو ته د مصنوعي زیرکتیا په هکله بیلابیلې زده کړي ورکړي ترڅو پوري هغوی خپل تعلیمې او ګڼې نوري ستونزي د همدي لاري حل او فصل کړي.

د افغانیک ددفتر له لوري یو ټرینر صدیق الله صدیقې چې له جرمنې هیواد څخه د همدې روزنیرو کورسونو لپاره ترکیې هیواد ته ورغلئ او د د مصنوعې زیرکتیا په هکله ورکشاپونو کې زده کړیز پروګرامونه یې پیل کړي وویل «د دوی موخه داده ترڅو پوري په ټولنه کې افغان ځوانان وه کولائ سې د مهاجرت پرمهال خپل تعلیمې او ګڼې نوري ستونزی د مصنوعي زیرکتیا په مټ حل کړي.»
نوموړي زیاته کړه «موخه یې داده ترڅو پوري دلته هغوی ته د مصنوعې زیرکتیابیلابیلې لاري وه لټوي .»
له بل لوري پدغه پروګرامونو کې په ترکیه کې میشت افغانان چې په همدې روزنیرو ورکشاپونو کې ګډون لري خوشحاله دي چې دلته یې د تعلیم ، مهاجرت او ګڼو نورو ستونزو په اړه یې دلته زده کړه ترلاسه کړي ده .

نوید نیدا چې د ترکیې هیواد په استانبول پوهنتون کې د ګرافیک ډیزاین په برخه کې زده کړي کوي خو هغه د خپلې زده کړي لپاره کله ناکله له انټرنیټ څخه استفاده کوي ، نوموړی وویل« لدې وروسته به د خپل پوهنتون ډیر کتابونه له مصنوعي زیرکتیا څخه ترلاسه کوم، ما دلته ډیر څه زده کړل او هیله لرم چې ټول خلک له مصنوعې زیرکتیا څخه ګټه پورته کړي . »
نیدا ډیر خوښ دئ چې دلته یې زده کړه وکړه ، هغه وایې ژمنه کوي چې راتلونکې کې به ګڼو نورو کسانو ته په همدې اړه زده کړه ورکړي .
د همدې پروژي په جرمنې هیواد کې د آډویزا ویرټ شفټ اکاډومې د ټولنې مسؤله کورنیلا هیلمن وویل ، په ټوله کې ددي پروژي موخه داده ترڅو څه ډول وه کولائ سو چې د مصنوعې زیرکتیا په هکله خلک خبر او هغه ځوانان چې دتعلیم په برخه کې ستونزي لري د دوئ ستونزو ته د حل لاري وه لټوو.
هیره دې نه وي چې په همدي ورکشاپ کې شاوخوا لسو کسانو ګډون کړئ وو او لدې وروسته به دا ټولنې لسګونو نورو ځوانانو ته پدې برخه کې زده کړي ورکړي.
