دا تالبانو حکومت د راتګ سره سم دا لومړئ ځل دئ چې پدې ولایت کې ځوانان په ګډه د خپل ښار پاکولو اشر ترسره کوي .
دکندهار ولایت د ځوانانو چارو آمریت آمر مولوي حزب اللّه محمود وایي، چي د ښار پاکولو په دې اشر کي ۱۲۰ تنو ځوانانو ګډون کړی وو

محمود زیاته کړه، چي د دې اشر څخه یې موخه دا وه، ترڅو ځوانان پوه سي، چي د ښار پاکول، نه یوازي د ښاروالۍ دنده نده، بلکي دا د ښار د هر اوسیدونکي مسؤلیت دئ چې د خپل ښار په پاک ساتلو کې ونډه واخلې .
د تیر جمهوری حکومت له پرزیدو وروسته دا لومړئ ځل دئ چي ځوانان ټولنیزو ، مدنې او سیاسې فعالیتونو کې اوس ونډه اخلې ، که څه هم د تالبانو حکومت د ځوانانو پر ځینو فعالیتونو بندیز لګولئ دئ.


