دینې عالم مولوي بشیراحمد الحنیفې له تیرو ۱۵ ورځو راهیسې د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د تالبانو په زندان کې شپې او ورځي تیروي، هغه د مصر په الازهر پوهنتون کې په دینې برخه کې د دوکتورا زده کړی کوي.
د هغه د کورنۍ یوغړي چې نه غواړي نوم یې خپور سې وویل : له مصرنه د راستنیدو وروسته یوه ورځ وروسته د تالبانو د استخباراتو اداري مولوی بشیر احمد الحنیفې له ځانه سره یووړاو اته شپې هلته زنداني وو .

د کورنۍ دغه غړئ چې نه غواړي نوم یې خپور سې ، افغانستان ږغ راډیو ته وویل چې د نوموړي دوسیه یې دامهال محکمې ته لیږلې او له تیرو ۸ ورځو راهیسې اوس هغه له محکمې سره له کوم جرم پرته زندانې دئ .
ده وویل :« موږ نه پوهیږو چې ولې یې زنداني کړئ دئ ، دا د هغه دوهم ځل دئ چې تالبان یې زندانې کوي او له ځانه سره یې وړي، هغه اوس دومره ستړئ سوئ چې هیران دئ څه وکړي . »
داسې ویل کیږي چې نوموړي له بې بې سره له مرکې وروسته د تالبانو حکومت زنداني کړئ دئ ، خو د هغه د کورنۍ غړي وایې تراوسه پدې اړه نه پوهیږي چې د هغه جرم څه دئ.

د کورنۍ غړي یې وویل :« دا یې دوهم ځل دئ چې زموږ د کورنۍ دا غړئ بندي کوي ، موږ هیله لرو چې هغه له زندانه خوشی کړی، ځکه راتلونکو دوو اونیو کې په الازهر پوهنتون کې د هغه ازموینه ده او که دا ازموینه ورنکړي نو کلونه کلونه خواري به یې عبث شي.»
نوموړئ چې پر نړیوالو رسنیو د علم او دین په اړه بحثونه کوي تل یې د تالبانو یوشمیر ټولنیزو رسنیو فعالانو پدې اړه ننګولئ چې ګواکې د ښځینو د تعلیم په اړه ولې خپل ږغ پورته کوي.
الحنیفې دهلمند ولایت په لښکرګاه ښار کې اوسیږي او هلته یې د ماشومانو د دینې زده کړي په برخه کې یو دینې مدرسه هم جوړه کړي ، نوموړئ هلمند مرکز کې خپل خوړنځائ هم لري چې له تیر یوه کال راهیسې د هغه له نامه سره خورا مشهور سوئ دئ.

