د دولتې پوهنتونونو یو شمیر ښځینه ښوونکو اندیښنه ښودلې ده چې په افغانستان کې د تالبانو د لوړو زدکړو وزارت په پوهنتونونو کې د ښځینه ښوونکو بستونه تنقیض کوي او دا بستونه به دینې عالمانو ته ورکړي ترڅو هغوی په دنده وه ګمارل سې.

د ښځینه ښوونکو دا ویره هغه مهال لا نوره هم ډیره سوي چې د تالبانو حکومت د لوړو زدکړو وزارت پدي هیواد کې له تیرو دریو کلونو راهیسې لا تراوسه پوري دغلته د ښځینه زده کونکو پرمخ ښوونځۍ له شپږم ټولګۍ پورته ندي خلاصې کړي .

د تالبانو چارواکو په یوشمیرادارو کې ښځینه کارکوونکې له دندې لري کړي او پر کور یې کښینولې دي ، خو د ښوونځیو او پوهنتونونو څخه د ښځینه ښوونکو لري کول کومه نوي خبره نه ده .

له بل لوري یوشیمر ښوونکې چې په اروپایې او یاهم امریکایې هیوادونو کې دماسټرۍ او دوکتورا په موخه زده کړي ترسره کوي ویلي دي چې د تالبانو د لوړو زده کړو وزارت له لوري دوی منفق سوي او پر ځای ېې غیري مسلکې کسان په دندو ګمارل سوي دي .

خو د تالبانو د لوړو زدکړو وزارت وایې چې یواځي هغه کسان چې خپلو دندو ته ندي حاضر سوي پر ځای ېې نور کسان په دندو ګمارل سوي او د پوهنې روان بهیر یې همداسې تازه ساتلئ دئ.

هیره دي نه وي چې راتلونکې کې به وه کتلې سې چې دوی به د ښځینه ښوونکو بستونو ترکومه حده وه ساتې .