داود جبارخیل « پیښور کې افغان خبریال»

ثنا یوسف د اسلام آباد په جي-۱۳ سیمه کې د خپل کور ته له ننوتلو وروسته د نامعلومو شکمنو کسانو لخوا په ډزو ووژل شوه.

ثنا یوسف د اپر چترال د چوینګ سیمې سره تړاو درلود او د یوسف حسن لور وه، چې یو مشهور ټولنیز فعال او د چترال د حقونو د ساتنې غورځنګ فعال غړی وو.

قرباني په ډیر کم عمر کې د مینځپانګې جوړونکي په توګه ځان ته نوم ورکړ او په انسټاګرام کې یې له ۴۵۰،۰۰۰ څخه ډیر تعقیب کوونکې درلودل.

د دې پیښې تر شا لاملونه ندې څرګند او د شکمن کس هویت لا هم تر اوسه نه دی رسنیز شوئ .