د بشري حقونو یوه ډله، هه نګاو، راپور ورکړی دی چې د ایران حکومت د روان کال د مۍ په میاشت کې ۱۶۳ کسان اعدام کړي دي، چې اوه تنه یې افغانان دي.
د بشري حقونو دغې ډلې ویلي دي چې دا کسان اسرائیل ته د جاسوسۍ په تور، عمدي قتل، جنسي تیری او د مخدره مواو سره تړلیو ځینو جرایمو له کبله اعدام شوي دي.
هه نګاو ویلي دي چې د دغو اعدام شویو کسانو له ډلې څخه یې یوازې د شپږو کسانو په اړه د ایران په رسمي سرچېینو، ویبسایټونو او د دغه هېواد د قضايي قوي په رسمی ویبسایټ کې معلومات خپاره شوي دي.

دغه سازمان وايي چې دا ارقام یې په سیمې کې د خپلو سرچېنو په واسطه راټول کړي دي. تر دې دمه د ایران حکومت هم د دغه راپور په اړه څه نه دي ویلي.
د ایران حکومت د هغو حکومتونو د لست په سر کې ځای لري، چې ډېر خلک اعدام کوي.
د بشري حقونو ډلو راپور ورکړی دی، چې ایران په تېر ۲۰۲۴ کال د بېلا بېلو «جرمونو» له کبله لږ تر لږه ۹۵۷ کسان اعدام کړي دي.
د ایران د قانون په اساس، چې سرچېنه یې «اسلامي شریعت» بلل کېږي، د قتل، تېری، د مخدره توکو قاچاق، په «ځمکې کې فساد» سرکشي او دا ډول نورو اعمالو سزا اعدام دی.
د بشري حقونو ډلې وايي چې د ایران حکومت د خپلو سیاسي مخالفینو د ځپلو لپاره له دې لارې کار اخلي.