کاناډا هغه پاکستانی امریکا متحدو ایالتونو ته سپارلی، چې په ترهګرۍ تورن دی. محمد شاه زېب خان، چې د شاه زېب جدون په نامه هم پېژندل کېږي، د ۲۰۲۴ کال په سپتمبر کې کاناډايي چارواکو د امریکا له پولې ۱۹ کیلومتره لېري اورمزټاون کیوبیک سیمه کې نیولی و.

د امریکا پلټنو فدرالي ادارې (ایف بي ای) مشر کش پټیل پر خواله رسنۍ اېکس یوه پیغام کې ویلي، ”نن مازدیګر په کاناډا کې مېشت پاکستانی وګړی، محمد شاه زېب خان سخت دریځي داعش تنظیم سره د مرستې او ترهګریزو کړنو هڅو کولو په تور امریکا ته وسپارل شو.”

نوموړي په خپل پیغام کې ادعا کړې، چې ”شاه زېب خان پروسږ کال له کاناډا نه نیویارک ته د سفر کولو او هلته د داعش په ملاتړ په بروکلین کې د یهودانو په یوه مرکز کې د ډزو کولو پلان چمتو کړی و.”

کش پټیل ادعا کړې، چې شاه زېب خان پلان درلود، چې د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر پر اوومه نېټه دا برید وکړي، چې په اسرائیل کې د حماس بریدونو یو کال پوره کېدو سره برابره ورځ وه.

ښاغلی کش زیاتوي: ”خو زموږ همکارانو او د ایف بي ای ټیمونو د ده پلان فاش کړ.”