د هند په احمد اباد کې د لندن پر لور روانه الوتکه له الوت لږ وروسته وغورځېده

د هند دولتي هوايي چلن ائرانډیا لخوا په دې هکله ویل شوي: ”اې ای ۱۷۱ شمېره الوتکه چې له احمد اباد نه د لندن ګېټویک هوايي ډګر ته پرلار وه، نن له یوې پېښې سره مخامخ شوه.”داسې باور کېږي، چې دې الوتکه کې تر ۲۰۰ ډېر مسافر ناست و

د الوتکو څار وېبپاڼه فلائټ۲۴ رپوټ کې ویل شوي، ”له الوت لږ وروسته” په داسې حال کې چې الوتکه ایله له ځمکې ۱۹۰ متره پورته وه، دوی ترې وروستی سګنال ترلاسه کړ

د هند طبي ټولنو فدراسیون مسوولین وايي، د ائرانډیا الوتکې له غورځېدو وروسته پنځوس یا شپیته تنه محصلین روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د هند د هوايي‌ کرښې یوه الوتکه چې ۲۴۲ پکښې سپاره وو د پنجشنبې په ورځ‌ جون ۱۲ (جوزا۲۲) د دغه هیواد په شمال لویدیځ ښار احمدآباد کې راولویدله.

دغه بوینګ 787-8 ډریملاینر الوتګه لندن ته روانه وه او د هند د هوايي‌ چلند چارواکو ویلي دي چې الوتکې مخکې له دې نه چې د هستوګني په سیمه کې راولویږي د خطر پیغام خپور کړی و.

په دغه الوتکه کې ۱۶۹ د هندوستان،‌ ۵۳ د برییتانیا، اوه د پرتګال او یو د کاناډا اتباع سپاره وو.‌

د هند صدراعظم د خپل ایکس په پاڼې لیکلي دي چې «په احمدآباد کې تراژیدی موږ هک پک کړي یو.‌ دغه زړه دردونکي [پیښه] په الفاظو بیان کیدای نه شي.‌ د خواشنی په دغه شیبه کې،‌ د هغو کسانو په اړه فکر کوو چې دغې پیښې اغیزمن کړي دي.»

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وایي چې د دغې الوتکې د غورځېدو له کبله یې «زړه مات» شوی دی.

روبیو په خپل ایکس حساب کې لیکلي دي: «ټولو هغو کسانو ته دعا کوم چې په دغې وحشتناکې پېښې کې یې خپل عزیزان وبایلل. تحولات څارو او له اغیزمنو خلکو سره د اضطراري مرسته کوونکو تر څنګ ولاړ یو.»

د بریتانیا صدراعظم کیر سټارمر وویل:‌ «په احمدآباد کې د لندن په لور د راروانې الوتکې چې په کې ډیر بریتانوي اتباع وو د رالویدلو خبرونه ډیر دردونکي دي.»

وروستی ځل په ۲۰۲۰ کال کې د هند په جنوب کې د هند د هوايي‌ کرښې یوه الوتکه د ځغاستې له لیکې څخه ووتله او نسکوره شوه، په دې پېښې کېې هم ۲۱ کسان مړه شوي وو.