صفت الله زاهدي

دا پروګرام د سه شنبه په ماښام ( د جولای په اتمه) په جرمني کې د افغانیک په نوم د افغانانو د ادغام او کلتوري پروګرامونو وړاندې کولو دفتر له خوا جوړ شوی و چې د جرمني د بون ښار او یوشمیر نورو سیمو څخه د ملي اټن لسګونو مینوالو په کې ګډون کړی و.

د افغانیک دفتر مشر ډاکټر یحیی وردګ د دغه ورکشاپ د پرانیستې پرمهال وویل چې دوی هڅه کوي ترڅو دلته افغان کلتور او دود ته وده ورکړي او هغه افغانان چې المان کې اوسیږي خپل کلتور هیر نه کړي. ده وویل  چې د دې پروګرام له جوړولو د دوی هدف بهرمیشتو افغانانو او د دوی نوي نسل  ته د ملي اټن ښودل او د دغې ملي نڅا پالل یوه لویه موخه ده .

د دغه پروګرامو یو شمیر ګډونکوونکو  د خپلو خبرو پرمهال وویل ، مخکې له دي چې دلته په المان کې د خوښۍ ځینې پروګرامونه جوړ سې یوشمیر خلک پکې اتڼ کوي خو د اتڼ زده کول دلته ډیر مهم ځکه دي چې په المان کې ځیې کلتوري پروګرامونوکې باید دا وښودل سي.

په المان کې افغان کډوال داود قادري وویل چې دلته یې نن خپله کورنۍ راویستې ده او هڅه کوي ترڅو دده اولادونه دا ملې اتڼ زده کړي او راتلونکې کې ګڼو کلتوري پروګرامونو کې ګډون وکړي ترڅو دا تڼ دلته د المان اوسیدونکو ته وه ښیې.

هغه وویل :« اتن د افغانانو یو ملي کلتور دی، دا په ټولو قشرونو او قومونو کې یو رواج دی، خلک یې خوښوي او په ټولو محفلونو  کې یې خلک خوښوي، په ودونو کې، په میلو کې.»

په المان کې افغان ژورنالست امید نیازی چې د اتڼ د زده کولو لپاره د جرمنې له یوه بل ښار کوبلینز څخه راغلئ وایې موخه یې داده چې اتڼ زده کړي ، هغه وغوښتل چې د اتڼ دا ورکشاپونه په راتلونکې کې لا ډیر نور هم زیات سي او دلته نور افغانان به هم پکې ګډون وکړي او زده به یې کړي.

نیازی وویل :« ځینې د خوښۍ محفلونو کې چې کله به د اتڼ وخت راورسید نو زه به د خوښۍ لدې محفل څخه ځکه ووتلم چې زما به زده نه وو او ځان به راته یو ډول ښکاره کیده چې ولې مې دا ملې اتڼ نه زده نو ځکه مې نن ګډون وکړ ترڅو دا اتڼ زده کړم .»

د ملې اتڼ یوشمیر ګډونوالو لدې دفتره وغوښتل چې راتلونکې کې دي پروګرامونو ته لا زیات وخت ورکړي ترڅو افغانان دا ملې دود لا ډیر نور هم زده کړي.

د المان په بون ښار کې افغان لیکوال او ژورنالست محمد ابراهیم سپیڅلې وویل اتڼ زموږ ملې نښه ده او دا نښه باید ټول افغانان په بهر کې هتمې زده کړي او د بهرنیو هیوادونو په کلتوري پروګرامونو کې باید اتڼونه وه سي ترڅو هغوی ته وه ښودل سې چې زموږ دا کلتور لا هم ژوندۍ دئ.

ده وویل :« دا زمونږ ملي نښه ده، زمونږ د راټولېدو نښه ده، زمونږ د یوالي نښه ده، دا راښيي چې افغانان د خشونت خلک نه دي، زمونږ د کلتور څرګندونه کوي، نو په دې هیله یم چې دا لړۍ دوام وکړي.»

اتڼ د افغانستان ملي نڅا ده چې له ډیرې اوږدې مودې راهیسې د دغه هیواد د خلکو د کلتور یوه برخه ګرځېدلې ده.

اتڼ چې د افغانستان بهر لا هم د خوښۍ په بیلابیلو محفلونو، ځني رسمي غونډو او فیستیوالونو کې د پخوا په شان د نارینه وو او هم د ښځو له خوا ترسره کېږي.

ملي اتڼ نه یوازې افغانان بلکې ډیری بهرنیان هم پېژني او خوښوي یې.

یوه افغان الاصله المانۍ چې خپله پښتو یې هیره کړي خو د خپل پلار او افغانې کلتور د خوښیو په موخه  د اتڼ د زده کړي دې ورکشاپ کې ګډون لپاره راغلې وه وویل غواړم چې دلته اتڼ زده کړم او زه به د المان په کلتوري پروګرامونو کې د اتڼ په ترسره کولو ورته وه ښیم چې لا هم موږ افغانان یوو .

هغې د خپلو خبرو پرمهال وویل :« زه غواړم چې دلته مې لور اتڼ زده کړي او د افغانانوسره وه ګوري ، ما دلته د پښتو ژبې لوست هم کړئ ډیره لږه مې زده کړي ده او هڅه کوم چې دا اتڼ زده کړم او د خوښۍ په ځینو پروګرامونو کې ګډون وکړم .

د افغانستان ملې اتڼ لا اوس هم  امریکا متحده ایالاتو د ویسکانسن دولتي پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي په درسي نصاب کې هم شامل شوی دی.

د دې پوهنتون د نڅا څانګې مشر مایکل اسټینیچ هغه مهال رسنیو ته ویلي وو، چې د افغانانو د کلتور او د هغوی په ټولنه کې د اتڼ د ارزښت په اړه له څېړنو وروسته یې دا دودیزه نڅا په خپل نصاب کې شامله کړې ده.

د جمهوري نظام د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په ۱۳۹۵ لمریز کال کې یونسکو ته وړاندیز کړی و چې اتڼ او ۲۵ نور فرهنګي میراثونه د افغانستان په نوم ثبت کړي، خو لا تر اوسه هم دا کار نه‌دی شوی.