
سائر ځلاند
کابل: د افغانستان د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست د افغانستان د فوټبال ملي فدراسیون په همکارۍ په کابل کې د ملي المپیک کمیټې په تالار کې ځانګړې غونډه وکړه چې په کې د بادغیس ولایت د ځوان فوټبال فریسټایل استعدادي لوبغاړي محمد عثمان عاطف تقدیر او هڅونه وشوه.
ددغه ځوان لوبغاړي په اړه لومړی د رویداد خبري آژانس خبريال شمس الرحمن شمس پلټنه کړې وه او دده د استعداد ښودنې په پار يې محمد عثمان د لوبيز ژوند ویډیو جوړه کړې وه چې وروسته په ټولنيزو رسنیو کې خورا عامه او د هېوادوالو د پام وړ وګرځېده.

۱۴ کلن عثمان د بادغیس ولایت د قلعۀ نو ښار په ګردجنو او خاورينو ډګرونو کې د فوټبال فریسټایل په زړه پورې هنر له امله د ټولنیزو شبکو له لارې د هېوادوالو او د سپورټي چارواکو پام ځانته راواړه.
د عثمان د نازونې په موخه لومړی په بادغیس کې د فوټبال ولايتي فدراسيون د نوموړي سره همکاري او مرسته وکړه او وروسته د افغانستان د فوټبال فدراسيون په همکارۍ کابل ته ولېږدول شو چې د راتلونکي لپاره يې مسؤول چارواکي لاس په کار شي.
د افغانستان د بدني روزنې او سپورټ عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق د افغانستان غږ راډیو ته وویل چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ځوانو استعدادیو راڅرګندېدو له امله ډېر خوښ دی.

«دا ځوان استعدادونه زموږ د هېواد د روښانه راتلونکي نښه ده. موږ ژمن یو چې د هېواد په کچه د سپورټي استعدادونو د ودې او ملاتړ لپاره لازم اقدامات ترسره کړو.»
هغه زیاته کړه چې د ریاست له خوا به د محمد عثمان عاطف لپاره ټول اړین پروګرامونه او وسایل برابر شي، څو وکولای شي خپل مهارتونه نور هم پیاوړي کړي.
د نوموړي په خبره په لومړي سر کې به د محمد عثمان د زده کړو او تر څنګ د فوټبال د مسلکي روزنې زمینه د فوټبال فدراسيون اماده کړي او وروسته به د هغه استعداد ته په کتو ورته نورې اسانتیاوې هم برابرې کړي.
همدارنګه د افغانستان د فوټبال فدراسیون رئیس محمد یوسف کارګر د دې نوښت ستاینه وکړه او له خصوصي سکتور یې وغوښتل چې د نوي راڅرګندېدونکو استعدادونو په ملاتړ کې اغېزمن رول ولوبوي.

په پای کې، د سپورټ ریاست مشرتابه او د ګلبهار مرکز خیریه بنسټ له خوا عثمان ته مادي او معنوي ډالۍ ورکړل شوې، چې دا ګام د افغانستان د ځوانو لوبغاړو د عملي ملاتړ په لور یو مهم ګام بلل کېږي.
دغه اقدام د دې هڅو یوه بیلګه ده چې د افغانستان په کچه د سپورټي استعدادونو د پېژندلو، هڅونې او پانګونې لپاره ترسره کېږي، څو داسې ځوانان لکه محمد عثمان عاطف د پوره درناوي او امکاناتو څښتنان شي.

