د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې په شل اوریز اسیا جام کې هانګ کانګ ته د ۹۴ منډو په لوی توپیر ماته ورکړه او د ۲۰۲۵ کال اسیا جام سیالیو کې یې لومړنۍ بریا خپله کړه.

افغانستان د پچې له ګټلو سره لومړی د منډو جوړولو پرېکړه وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۸۹ منډو هدف وټاکه.

هانګ کانګ ونشوی کړی هدف پوره کړي د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره یې یوازې ۹۴ منډې وکړې.

د افغانستان لپاره صدیق الله اتل تر ټولو ډېرې (۷۳ ) منډې وکړې او ناسوځېدلی پاتې شو خو له ده ور هاخوا رحمان الله ګوربز او ابراهیم ځدراڼ ژر ژر خپلې وېکټې له لاسه ورکړې او په ترتیب سره یې ۸ او یوه منډه وکړه.

وروسته محمد نبي او عظمت الله عمرزي لوبه یو څه قابو کړه، محمد نبي ۳۳ او عظمت الله ۵۳ چټکې مهمې منډې وکړې.

د متحده عرب اماراتو ايوش شوکله او کېنچېت شا دوې دوې او عتيق اقبال او احسان خان يو يو لوبغاړی وسوځاوه.

د افغانستان لپاره بيا فضل الحق فاروقي دوې، ګلبدين نايب دوې او عظمت الله عمزي، راشد خان او نور احمد یوه یوه وېکټه واخيسته.

د ۵۳ منډو په جوړولو او د یوې وېکټې په اخيستو سره عظمت الله عمرزی د نننۍ لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د اسيا کپ شل اوريزې سيالۍ د هند په کوربتوب په متحده عرب امارتو کې سې شنبې (۹ سپټمبر) پيل شوې.

د افغانستان دويمه لوبه له بنګله دېش سره د سپټمبر پر ۱۶ او درېيمه لوبه له شري لنکا سره د همدې مياشتې پر ۱۸ نېټه ده.

د ۲۰۲۵ کال د اسیا جام سيالۍ په هند کې ترسره کېدې خو د پاکستان او هند تر منځ د روان کال د نښتو او ډېپلوماتيکو کړکېچونو له کبله متحده عرب اماراتو ته ولېږدول شوې.

د اسیا جام شل اوریزو سياليو کې ټولې اته لوبډلې ګډون کوي چې په دوو ګروپو وېشل شوې دي.

په الف ګروپ کې هند، پاکستان، متحده عرب امارت او عمان دي. په ب ګروپ کې افغانستان، بنګله دېش، شري لنکا او هانګ کانګ يو ځای شوي.

له هر ګروپ څخه به دوې دوې غوره لوبډلې بل پړاو ته لار مومي او له دوی به دوې لوبډلې د سپټمبر پر ۲۸ په پایلوبه کې سره مخامخ کېږي.