افغانستان د اسيا جام سيالیو کې بنګله دېش ته د اتو منډو په توپير لوبه وبایلله. د نننۍ لوبې پچه بنګله دېش وګټله او لومړی یې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه چې په ټاکلو شلو اورونو کې یې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۵۵ منډو هدف وټاکه.

افغانستان ونشوی کړای ټاکلی هدف پوره کړي او ټول لوبغاړي د ۱۴۶ منډو په جوړولو سره وسوځېدل.

د دې لوبې ګټل د افغانستان او بنګله دېش دواړو لپاره ډېر مهم وو که افغانستان دا لوبه ګټلې وای د اسيا جام سياليو بل پړاو ته یې لار موندله اوس چې بنګله دېش وګټله په جدول کې د څلورو نومرو په لرلو سره له افغانستان مخکې شو.

که افغانستان غواړي بل پړاو ته ووځي بايد راتلونکې لوبه له سري لنکا وګټي.

Rashid Khan captain of Afghanistan appeals during Match 9 of the DP World Asia Cup 2025 between Bangladesh and Afghanistan at Zayed Cricket Stadium, Abu Dhabi, United Arab Emirates, on 16th September 2025. Photo by Deepak Malik / Creimas for Asian Cricket Council

په نننۍ لوبه کې د افغانستان لپاره، د راشد خان په مشرۍ صديق الله اتل، رحمان الله ګوربز، ابراهیم ځدراڼ، ګلبدين نايب، محمد نبي، عظمت الله عمرزی، کريم جنت، نور احمد، غضنفر او فضل الحق فاروقي غوره شوي وو.