د افغانستان د کرېکټ څلور لوبغاړی راشد خان، عظمت الله عمرزی، اې اېم غضنفر او نور احمد لکڼوال د هند کرېکټ غوره لیګ (پرېمير لیګ) د ۲۰۲۶ کال سياليو لپاره خپلو لوبډلو ساتلي دي

خو پنځه نور افغان لوبغاړي کریم جنت، مجيب الرحمان ځدراڼ، رحمان الله ګوربز، صديق الله اتل او فضل الحق فاروقي خپلو لوبډلو نه دي ساتلي. دوی ښايي ځانونه بولۍ ته وړاندې کړي.

د افغانستان سپېنر يا ورو توپ اچوونکی راشد خان چې دا مهال د کرېکټ نړيوالې شورا د شل اوریزو بالرانو درجه بندۍ کې دویم ځای لري او له ۲۰۱۷ کال راهيسې یې تر دې مهال د هند غوره لیګ ټولې ۱۵۸ وېکټې اخيستې د ګوجرات ټايټنز لوبډلې ساتلی دی.

د افغانستان بل ورو توپ اچوونکی نور احمد لکڼوال چې له ۲۰۲۳ کال راهيسې د هند غوره لیګ کې لوبېږي د چنای سوپر کېنګز لوبډلې لپاره یې ټولې ۴۸ وېکټې اخيستې او له همدې لوبډلې سره پاتې شوی دی. د هند غوره لیګ د تېر کال سياليو کې یې د ۲۴ وېکټو په اخيستو سره له ورون چکرورتي وروسته دويم ځای خپل کړی و.

د افغانستان الرونډر عظمت الله عمرزی بيا د پنجاب کېنګز لوبډلې ساتلی. نوموړی له تېرو دوو کلونو راهيسې د هند په غوره لیګ کې لوبېږي او تر دې مهاله یې ۱۲ وېکټې اخيستې او ۹۹ منډې یې کړې دي.

د هند غوره ليګ لپاره د لوبغاړو بولۍ د روان کال د ډسمبر پر ۱۶ په ابوظبي کې ترسره کېږي. ټول ۷۷ ځايونه خالي دي چې په دې کې ۳۱ د بهرنيو لوبغاړو لپاره هم دي.

د ۲۰۲۶ کال د هند غوره ليګ د پيل نېټه لا نه ده اعلان شوې. تېر کال د رويل چلنجرز بنګلورو دغه سيالي ګټلې او د پنجاب سوپر کېنګز لوبډلې دويم ځای خپل کړی و.

بی بی سې