په استرالیا کې یوې سناتورې هغه وخت غبرګون راوپاروه چې په پارلمان کې یې برقه (چادري) واغوسته. هغې دا کار د اسلامي حجاب د بندیز لپاره د خپلې هڅې په ملاتړ وکړ.
پالین هینسن چې د کډوالۍ ضد One Nation ګوند له کوېنزلېنډه سناتوره ده، نورو سناتورانو پرې سختې نیوکې وکړې. یوې سناتور یې دا کار “ښکاره نژادپالنه” وبلله. د سنا غونډه هغه وخت ودرول شوه چې هغې د برقې له لرې کولو انکار وکړ.
هینسن غوښتل یو لایحه وړاندې کړي چې له مخې یې په عامه ځایونو کې د مخ پټولو ټول ډولونه بند کړي. دا هغه غوښتنه ده چې هغه یې له کلونو تعقیبوي او کمپاین ورته کوي.

دا دویم ځل دی چې هغه په پارلمان کې برقه اغوندي. په وینا یې، دا کار یې د هغې لایحې د رد پر ضد د اعتراض په توګه کړی، کله چې نورو وکیلانو د دوشنبې په ورځ د هغې د لایحې د وړاندې کولو مخه ونیوله، هغه بېرته د تورې برقې په اغوستو ورستنه شوه.
د نیو ساوت وېلز ایالت مسلمانې سناتورې مهرین فاروقي وویل: “دا نژادپاله عمل دی.”
د لوېدیځې استرالیا خپلواکې سناتورې فاطمې پیمان دغه کار “شرموونکی” وباله.

د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پني وونګ چې په سنا کې د حکومت مشره ده، دا کړنه “بېاحترامي” وبلله.
وونګ وویل: “موږ د مختلفو دینونو او شالیدونو خلک استازیتوب کوو او باید په درناوي یې وکړو.” هغې زیاته کړه چې هینسن د سنا د غړیتوب “ارزښت نه لري” او د هغې د نه اطاعت له امله یې د غړیتوب د ځنډولو وړاندیز وکړ.


