که څه هم په فلمي نړۍ کې درمیندر د اکشن یا جنګي فلمي ستوري په توګه پېژندل کېده، خو که ځیر شو، نو ده نور ډېر صفتونه هم لرل. بشپړ نوم یې درمیندر کېول کرېشنا دېول دی، خو په درمیندر مشهور دی.

په هندي فلم (انوپما) کې هغه د یوه حساس لیکوال په توګه را څرګند شو؛ په (ستیاکام) فلم کې یې د هغه مثالي ځوان رول ادا کړ، چې د ټولنې په اړه اندېښمن دی؛ په (چوپکي، چوپکي) فلم کې هغه سړی چې خلک خندوي…

په عادي یا واقعي ژوند کې درمیندر شاعر و، میین و، د اولادونو پلار و او د نړۍ د ښکلیو سړیو په کتار کې شمېرل کېده. هغه په الکولو یا شرابو هم روږدی شو، خو وروسته یې پرېښودل. سیاست ته یې هم د یو څه وخت لپاره مخه کړه، خو خوند یې ور نه کړ.

درمیندر په ۱۹۳۵م کال کې د هند په پنجاب کې وزېږېد، خو له خپل پلرني کلي نصرالي ممبۍ ته ولاړ او خپل خوبونه یې په حقیقت بدل کړل.

درمیندر نه یوازې په هند کې، بلکې په افغانستان، پاکستان او نورو هېوادونو کې یې هم ډېر مینه‌وال درلودل. د بېلګې په توګه د پاکستان پخوانی لومړی وزیر نواز شریف د هغه د هنر مینه‌وال و.