د ملي خبرو اترو دا لړئ له تیرو څو میاشتو راهیسې په بهرنیو هیوادونو کې په تبعید کې د سیاسونو ، ښځینه فعالانو او روڼ اندو لخوا پیل سوي ده .

د ملي خبرو اترو فورم دا ځل (۶ دسمبر ۲۰۲۵) د المان هیواد په فرانکفورت ښار کې د افغانانو د یوې ډلې، څیړونکو او مدني ټولنې فعالینو په ګډون ترسره سو .

ګډونوالو ټینګار وکړ چې د افغانانو ترمنځ جامع خبرې اترې د هیواد د اوسني پیچلي بحرانونو څخه د وتلو یوازینۍ حل لاره ده.

په لومړۍ برخه کې، شنونکو په افغانستان کې کړکیچن سیاسي او ټولنیز وضعیت ته اشاره وکړه، او ویې ویل چې ثبات د خلکو د مختلفو نظرونو له اوریدو پرته ممکن نه دی.

د دې غونډي یوه ګډونوال او مسئول ډاکټر خوشحال روحی وویل :د ملي یووالي ننګونو، د پیوستون پیاوړتیا، او د مثبو اړخونو او خبرو ملاتړ کې د افغانانو او کډوالو د علمي او مدني رول په څیر مسلو باندي باید تمر وکړي چې مهم ټکي یې د ښځو بنسټیزو حقونو په ځانګړي توګه کارموندنه ، او زده کړي دي.»

پدغه غونډه کې څلور مهم پیغامونه خپاره سول چې د ښځو د بنسټیزو حقونو، په ځانګړې توګه د زده کړې، کارموندنې او مدني ګډون حق لپاره قوي ملاتړ؛

۲ د ملي کمپاین “دیوالې ږغ؛ لفظي تاوتریخوالي ته نه!” رسمي پیل. په سایبري فضا کې د لفظي تاوتریخوالي سره مبارزه؛

۳. د افغانستان په خاوره کې د پاکستاني پوځ له خوا د دښمنانه بریدونو غندنه؛

۴. په ګاونډیو هیوادونو کې د افغان کډوالو سره د غیر انساني چلند غندنه او په نړۍ کې، په ځانګړې توګه په متحده ایالاتو کې د افغان ضد احساساتو د مخ په زیاتیدونکي څپې غندنه.

د ملي یوالې د خبرو اترو دا لړۍ لا هم دوام لري او ښایئ راتلونکې غونډي یې د اروپایې هیوادونو سربیره یو شمیر نورو هیوادونو کې هم ترسره سي.

غونډه د څو مهمو پریکړه لیکونو په تصویب سره پای ته ورسیده، چې د ښځو د حقونو ملاتړ، د لفظي تاوتریخوالي سره مبارزه، د سرحدي بریدونو غندنه او د افغان کډوالو د وقار دفاع باندې ټینګار کوي.