راپور : صفت الله زاهدي او راجو لاما
نوی ډیلی :د هند په نوي ډیلی کې د بهارتیه ویدیاپیته او د سارک ژورنالیستانو فورم هند څانګې لخوا په سویلي اسیا کې د سولې پر ټینګښت او له خبریالانو سره د همکارۍ په برخه کې د ژورنالیستانو د رول په اړه د نړیوال کنفرانس په ترڅ کې د نیپال، هند، سریلانکا، بنګله دیش، پاکستان، بوتان او نورو هیوادونو د خبریالانو ترمنځ پراخ بحث ترسره شو.
دا پروګرام چې د بهارتیه ویدیاپیته د ریس پروفیسور ایم این هودا په مشرۍ ترسره شو، د سارک ژورنالیستانو فورم نړیوال رییس راجو لاما، عمومي منشي محمد عبدالرحمن، او غړي اسمیتا مشرا، د سریلانکا د څانګې مشر راهول سمانتا، د هند څانګې مشر انیرودها سودانشو او نورو لخواپکې بحث ترسره سو
پدې پروګرام کې، د فورم نړیوال غړي، د بوتان رینزین وانګچوک او د پاکستان څانګې عمومي منشي حسنین چودري، د ویډیو پیغام له لارې دغه پروګرام ته وینا وکړه.
په دې پروګرام کې برخه اخیستونکو ویناوالو ټینګار وکړ چې د ننګونو سره سره، د ژورنالیزم له لارې باید د سارک په سیمه کې د سولې د ټینګښت لپاره د ژورنالیزم له لارې هڅې وشي او پدې برخه کې باید خبرونه او راپورونه خپاره کړل سې ترڅو پوري خلک وه پوهول سې چې موږ څه خپروو او دا هرڅه د چا لپاره دي.
په همدې حال کې، پدې غونډه کې، د سارک ژورنالیستانو فورم چې د هند څانګې لخوا تاسیس شوی د کیشور شکلا دریم کلنی نړیوال ژورنالیزم جایزه د نیپال نریپندرا لال شریشتا، د هند ششی بوشن کمار، او د سریلانکا جاناکا خبریالانو ته ورکړل شوه.
پدې غونډه کې د نورو په منځ کې لوړ پوړي ژورنالیستان راجو لاما، عبدالرحمن، راهول سمانتا، نور نبي، محمد یوسف الدین، رودرا سوبیدي، صداب ملک، دیپیندرا پرجاپتي، شیلیش ساه کانو، ابیلاش ګوپتا او عظمت علي ته هم د نړیوالو ژورنالیستانو لخوا جایزې ورکړل شوې.

