د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون په یوه کم‌ ساري پیغام کې د خپلو اټومي وسلو او د هغو د عملیاتي واټن پراخولو هوډ څرګند کړی او له متحدو ایالتونو یې غوښتي، چې د دوی اټومي ځواک ته درناوی ولري.

هغه زیاته کړې چې امریکا او شمالي کوریا سره جوړېدای شي خو لومړی باید امریکا دا ومني چې د شمالي کوریا اټومي وسلې پر خپل حال پاتې شي.

د شمالي کوریا مشر دا څرګندونې پلازمېنه پیونګ یانګ کې د واکمن کارګرانو ګوند په نهمه کنګره کې کړې دي.

د دغه ګوند کنګره په هرو پنځو کلونو کې یو ځل وربلل کېږي.

ټاکل شوې ډونلډ ټرمپ په اپرېل میاشت کې چین ته سفر وکړي.

North Korea leader Kim Jong Un and U.S. President Donald Trump shake hands after a document signing at the Capella resort on Sentosa Island Tuesday, June 12, 2018 in Singapore. (AP Photo/Evan Vucci)

عام باور دا دی چې کېم غواړي د دغه سفر په درشل کې دغو څرګندونو سره امریکا ته دا پیغام ورکړي، چې د دوی له اړخه خبرو اترو لپاره دروازه پرانیستې ده.

خو هممهاله هغه سویلي کوریا خپل هېواد لپاره “تر ټولو متخاصم بنسټ” بللی او په دې توګه یې له خپل سویلي ګاونډي سره د دیپلوماتیک جوړجاړي د احتمال هیله پر اوبو لاهو کړې ده.

د شمالي کوریا د دولتي رسنۍ (KCNA) د رپوټ له مخې، کېم د واکمن ګوند ګنګرې ته وویل: “که امریکا زموږ اوسني [اټومي] دریځ ته درناوی وکړي، لکه څنګه چې په اساسي قانون کې تدوین شوی … او له خپلې دښمنانه پالیسي لاس واخلي … نو د دې هېڅ دلیل نشته چې موږ دې ونه شو کولی چې له متحد ایالتونو سره جوړ شو.”