د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي ونس له ایراني پلاوي سره د ۲۱ ساعته خبرو وروسته د یکشنبې په سهار له اسلام اباده بېرته امریکا ته روان شو.
د کومې ښکاره پایلې له اعلان پرته اسلام اباد کې د امریکا او ایران خبرو پای ته رسېدو سره څو پوښتنې را ولاړې شوې او هغه دا چې ایا دا خبرې به دوام وکړي که له سره جګړه نښلي؟ د امریکا او ایران بل لومړیتوب به څه وي؟ او بالاخره څه به کېږي؟
د امریکايي پلاوي له روانېدو مخکې د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي ونس په لنډې خبري ناسته کې وویل ” موږ له ایرانیانو سره پر یو شمېر مسایلو بنسټیز بحثونه وکړل خو بد خبر دا دی چې موږ کومې هوکړې ته ونه رسېدو.” د خبرو د بې نتیجې اعلان سره کارپوهان په دې باور دي چې د اسلام اباد خبرې نه یوازې دا چې تاریخي وې بلکې د دې ډېره شونتیا شته چې دوام وکړي.
د ایران په دریځ او د پاکستان په هیله مندۍ له څه لیکلو مخکې که د امریکا د مرستیال ولسمشر په خبري کنفرانس لږ تم شو نو داسې څه نه ښکاري چې د خبرو راتلونکی دې وننګوي.

جي ډي ونس له ایرانیانو سره د خبرو پیل ښه خبر وباله خو ویې ویل بد خبر دا دی چې دوی کومې هوکړې ته نه دي سره رسېدلي. دا په نږدې پنځو لسیزو کې په دومره لوړه کچه د دواړو لورو لومړۍ مخامخ خبرې وې.
نوموړي وویل ” موږ داسې کومې هوکړې ته ونه رسېدو چې ایران دې زموږ شرطونه ومني.” جي ډي ونس دا هم وویل چې له اسلام اباده له ۱۲ ځلو ډېر له ولسمشر ټرمپ سره په اړیکه کې و.
په تګ تګ کې هغه وویل ” موږ یو ډېر ساده وړاندیز پرېږدو او روانېږو، دا زموږ وروستی او تر ټولو غوره وړاندیز دی او موږ ګورو چې ایران به یې ومني که نه؟”
له دې جملې داسې ښکاري چې امریکا اوس د ایران وروستي ځواب ته په تمه ده.

