د افغانستان په نږدې ټولو ولایتونو کې د دوشنبې پر ورځ (اپرېل ۱۳مه) د ګوزڼ ضد (پولیو) واکسینو عمومي کمپاین پيلیږي.
چارواکي وايي چې دې کمپاین کې به له ۱۲ نیم میلیونو زیاتو کوچنیانو ته واکسین ورکول شي.
د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي له خلکو غوښتي چې د دې کمپاین بریالي کولو کې مرسته وکړي.
افغانستان دنړۍ له دوو هېوادو څخه یو دی چې اوس هم په کې د پولیو ناروغۍ شته او خلک ګوزڼ وهي.

د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان وايي چې ” دې څلور ورځني کمپاین کې به له پنځو کالونو نه د کم عمر ۱۲.۶ میلیونه ماشومان واکسین کېږي”. دی وايي د حکومت له هڅو ور ها خوا د خلکو په مرسته ددې ناروغۍ مخنیوی شونی دی.
دې کمپاین کې د بامیان او دایکندي ولایتونه نه دي شامل. چارواکي وايي چې د سړې هوا له امله به دلته دا کمپاین یوه اوونۍ وروسته پیل شي.
دا سږ کال افغانستان کې د پولیو دویم واکسین دی له دې مخکې د ۲۰۲۶ کال لومړۍ کمپاین د فبرورۍ میاشت کې وشو چې پکې نږدې څلور میلیونه ماشومانو ته واکسین ورکړل شوی و.
افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې لا هم د ماشومانو ګوزڼ ناروغي په کې شته. د افغانستان ګاونډ پاکستان بل هېواد دی چې هلته هم هرکال د ګوزڼ مثبتې پېښې ثبتیږي. ، د دواړو هېوادونو ترمنځ د خلکو تګ راتګ او په لرې پرتو سیمو کې د دې واکسین په سمه توګه د نه تطبیقیدو له امله لا هم په دواړو هېوادونو کې دا ویروس شته چې ماشومان په عمري معلولیت اخته کوي.

