د ۲۰۲۶ کال د مې په ۹مه نېټه د جرمني د دورماګن په ښار کې د ملي مرکې ۱۲مه ناسته ترسره شوه. په دې غونډه کې د جرمني له بېلابېلو ښارونو څخه افغان علمي، فرهنګي او ټولنیزو شخصیتونو ګډون کړی و. د غونډې کوربهتوب د دورماګن د افغانانو کلتوري ټولنې وکړ او د غونډې مشري آغلې مژده احمدي پر غاړه لرله.

غونډه د قرآن کریم د تلاوت او ملي سرود په غږېدو سره پیل شوه. ویناوالو د افغانانو پر یووالي، سولې، زغم او ملي تفاهم ټینګار وکړ. د ملي مرکې مسئولینو دا بهیر یو خپلواک او غیرسیاسي حرکت وباله چې هدف یې د افغانستان د ستونزو لپاره ګډ حل لټول دي.
ډاکتر خوشال روهي، د ملي مرکې د آسانچارو د کمېټې مشر، د ملي مرکې موخې، اصول او راتلونکي ګامونه تشریح کړل او د سولې او ملي يووالي په لاره کې يې د خبرو او زغم د فرهنګ پر اړتيا ځانګړی ټينګار وکړ. نوموړي څرګنده کړه چې ملي مرکه په نږدې راتلونکې کې د بهر مېشته افغانانو د لومړنۍ ملي جرګې لپاره چمتووالی نیسي.

په غونډه کې د سولې، عدالت، د بشري حقونو، د نجونو د تعلیم، د قانون د واکمنۍ او د بهر مېشته افغانانو د ستونزو په اړه بحثونه وشول. ګډونوالو ټینګار وکړ چې د نجونو د تعلیم بندیز باید ختم شي او د ښځو د حقونو د دفاع لپاره عملي ګامونه واخیستل شي. همدارنګه وویل شول چې جګړه د افغانستان ستونزې نه شي حل کولی او بدلون باید د سولې له لارې رامنځته شي.
دغه ګډونوالو وویل چې ملي مرکه د ولس له منځه راټوکېدلی حرکت دی او باید د هېواد او نړۍ ګوټ ګوټ ته وغځېږي. او د نجونو د تعلیم پر بندیز یوازې خواشیني بسنه نه کوي؛ ټول هېوادوال، په ځانګړي ډول نارینه، باید خپل غږ پورته کړي. د ظلم پر وړاندې چوپتیا پخپله یوه لویه بېعدالتي ده. دوی وویل د نجونو پر تعلیم د بندیزونو د لرې کولو لپاره دې افغانستان ته جرګې واستول شي.

د غونډې په پای کې ګډونوالو د ملي مرکې له فعالیتونو ملاتړ څرګند کړ او ژمنه یې وکړه چې د دې بهیر د پراختیا لپاره به خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

