په جرمني کې مېشتو یو شمېر افغانانو، د بشري حقونو فعالانو او ښځینه وو د جرمنې پایتخت برلین کې یو لاریون وکړ

د لاریون موخه د افغان ښځو او نجونو هغه ږغ ، چې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال له پراخو محدودیتونو او فشارونو سره مخ دي، نړیوالې ټولنې ته وړاندي کول وو .

ګډونوالو ټینګار وکړ چې د دې غورځنګ اصلي موخه په افغانستان کې د ښځو وضعیت ته د نړیوالو پام اړول دي.

د لاریون په جریان کې، لاریون کوونکو د “ډوډۍ، کار، ازادي”، “طالبانو ته نه” او “د جنسیت توپیر ته نه” شعارونه ورکړل، چې د ښځو او د افغانستان د خلکو د حقونو ملاتړ یې څرګند کړ او د عدالت، ازادۍ او هلته د نارینه او ښځینو د مساوات غوښتنه یې وکړه.

د لاریون تنظیموونکو په جرمني کې د افغان کډوالو ټولنې په پیوستون هم ټینګار وکړ او ویې ویل چې دا ډول لاریونونه به د بشري حقونو او ټولنیز عدالت دفاع ته دوام ورکړي.

مژده احمدي