صفت الله زاهدي

دورماګن، ۲۵ جولای ۲۰۲۶ – په دورماګن ښار کې د ۲۰۲۶ کال د جولای په ۲۵مه یو کلتوري فستیوال کوربه و، چې موخه یې د بېلابېلو کلتورونو ترمنځ د پېژندګلوۍ، متقابل درناوي او ټولنیز یووالي پیاوړتیا وه. پدې فستیوال کې بېلابېلو کلتوري ټولنو ته فرصت ورکړل شوی و څو خپل کلتور، دودونه او فعالیتونه په همدې سیمه کې خلکو ته وروپېژني.

دورماګن ټولنه هم په دې فستیوال کې په فعاله توګه ګډون وکړ او د افغانستان غني او متنوع کلتور یې په زړه پورې ډول نندارې ته وړاندې کړ. د ټولنې په یوه معلوماتي غرفه کې لیدونکو د افغانستان د تاریخ، ژبو، دودیزو جامو، ادبیاتو او کلتوري ارزښتونو په اړه معلومات ترلاسه کړل. همدارنګه، دودیز افغان خواړه وړاندې شول او د افغاني موسیقۍ او نڅا نندارو د افغانستان د کلتور ښکلا او ژوندۍ بڼه ګډونوالو ته وروپېژندله.

د پروګرام له مهمو شیبو څخه د همدې ټولنې د مشرې، مېرمن زرینې شریف د خپلو خبرو پرمهال د ټولنې د تېر کال مهم فعالیتونه او لاسته راوړنې شریکې کړې او د راتلونکو موخو او پلانونو په اړه یې خبرې وکړې.

هغې په خپلو خبرو کې د کلتوري تبادلې، یووالي، متقابل درناوي او په جرمني کې د افغان ټولنې د مثبت او واقعي انځور د وړاندې کولو پر اهمیت ټینګار وکړ.

ورپسې، مروه د افغانستان ملي بیرغ د فستیوال پر سټېج وړاندې کړ. هغې د ملي بیرغ د درېیو رنګونو ماناوې او د هغو تاریخي او ملي ارزښتونه ګډونوالو ته تشریح کړل. دې وړاندېز د لیدونکو ځانګړې پاملرنه ځانته واړوله او له تود هرکلي سره مخ شو.

په دې فستیوال کې د دورماګن او د جرمني له بېلابېلو ښارونو څخه ګڼ شمېر کورنیو، ماشومانو، ځوانانو او د بېلابېلو هېوادونو اوسېدونکو ګډون کړی و.