صفت الله ذاهدي

هلمند – کجکي

د هلمند ولایت د کجکي ولسوالۍ د زمینداور سیمه، چې یوه پراخه او د کرنې لپاره مهمه سیمه ده، له سختې وچکالۍ او د اوبو له کمښت سره مخ ده. د سیمې اوسېدونکي وايي، د اوبو د نشتوالي له امله یې ګڼ شمېر کرنیزې ځمکې او باغونه وچ شوي او یو شمېر کورنۍ اړې شوې چې خپلې سیمې پرېږدي.

د زمینداور اوسېدونکي وايي، پخوا به د کاریزونو او ځمکې لاندې اوبو له لارې خپلې کرنیزې ځمکې خړوبولې، خو په وروستیو کلونو کې د اوبو سطحه په څرګند ډول ټیټه شوې ده. اوس خلک د اوبو موندلو لپاره لسګونه او حتی سلګونه متره ژورې برمې وهي، خو بیا هم په ډېرو سیمو کې د پام وړ اوبه نه پیدا کېږي.

د سیمې خلک وايي، د اوبو د نشتوالي له امله یې لوی باغونه له منځه تللي او د کرنې اقتصاد یې له جدي ستونزو سره مخ شوی دی. هغوی اندېښنه لري چې که د اوبو ستونزې ته ژر او اساسي حل پیدا نه شي، ډېرې کورنۍ به خپلې ځمکې او کورونه پرېږدي او نورو سیمو ته به کډه شي.

د زمینداور د خلکو په وینا، د کرنې اوسني لګښتونه دومره لوړ شوي چې د لږو اوبو په وسیله د غنمو او نورو فصلونو کرل هم ورته اقتصادي ګټه نه لري. له همدې امله د خلکو د عاید مهمې لارې له منځه تللې دي.

د زمینداور کانال؛ د خلکو مهمه غوښتنه

د سیمې اوسېدونکي وايي، د زمینداور کانال جوړېدل کولای شي د دې پراخې سیمې د اوبو ستونزه تر ډېره حل کړي او د کرنې، باغدارۍ او د خلکو د ژوند لپاره نوی امید رامنځته کړي.

د زمینداور کانال پروژه له دې وړاندې هم د حکومت له خوا ارزول شوې ده. د کرنې وزارت په ۲۰۲۳ کال کې ویلي وو چې د دې کانال د پروژې د بیاکتنې لپاره تخنیکي ارزونه ترسره کېږي او د وچکالۍ، د اوبو کمښت، رسوباتو، د اوبو د سطحې ټیټېدو او نورو تخنیکي ستونزو په توګه یې یادونه کړې وه.

د هلمند د اوبو د مدیریت په اړه پخوانیو رسمي څرګندونو کې هم د زمینداور کانال د خلکو له مهمو او حیاتي غوښتنو څخه ده

اوس د زمینداور خلک له اړوندو مسؤلینو غواړي چې د دې سیمې وضعیت یوازې په ژمنو کې پرېنږدي، بلکې د کانال د جوړولو لپاره عملي او چټک اقدامات وکړي.

د زمینداور د خلکو پیغام روښانه دی: اوبه زموږ د ژوند، کرنې او راتلونکي مسئله ده.

که د دې سیمې د اوبو ستونزه حل نه شي، د وچکالۍ دوام به نه یوازې کرنیزې ځمکې او باغونه له منځه یوسي، بلکې د خلکو د کډوالۍ لړۍ به هم پراخه کړي.

د اوبو او انرژۍ وزارت، د کرنې وزارت، د هلمند ولایت مسؤلینو او نورو اړوندو ادارو څخه غوښتنه کېږي چې د زمینداور د خلکو ستونزه جدي وڅېړي، د سیمې د اوبو وضعیت تخنیکي ارزونه وکړي او د زمینداور کانال د جوړولو لپاره عملي ګامونه واخلي.