
لیکوال : صفت الله زاهدي . بون، المان
د ښي اړخو سیاسي ګوندونو د پیاوړتیا په لړ کې د افغان کډوالو اندېښنې او د راتلونکي په اړه پوښتنې ډیري سوي دي .
په جرمني کې د کډوالۍ او پناه غوښتنې موضوع په وروستیو کلونو کې د سیاسي بحثونو له مهمو محورونو څخه ګرځېدلې ده. د ښي اړخو او په ځانګړي ډول د د آلمان لپاره بدیل ګوند یا AfD د نفوذ زیاتېدو دې موضوع ته لا زیات سیاسي حساسیت ورکړی دی.
د آلمان لپاره بدیل ګوند یا AfD د انتخاباتي بریاوو له زیاتېدو سره، په جرمني کې مېشت افغان کډوال هم د خپل راتلونکي په اړه له ګڼو پوښتنو او اندېښنو سره مخ دي.
دوی پوښتي: ایا د دې ګوند د لا پیاوړي کېدو په صورت کې به د کډوالو د ایستلو بهیر چټک شي؟ ایا د پناه غوښتنې شرایط به سخت شي؟

او ایا هغه کسان چې کلونه یې په جرمني کې ژوند کړی، کار یې کړی او د ټولنې یوه برخه ګرځېدلي دي، هغه به هم له نوي فشار سره مخ سي؟
د افغان کډوالو تر ټولو لویه وېره؛ د جبري ستنولو احتمال دی
د افغان کډوالو یوه اساسي اندېښنه دا ده چې د جرمني د مهاجرتي سیاست د سختېدو په صورت کې به دغه هیواد ته د اخراجونو شمېر زیات سي.
AfD د مهاجرت د محدود کولو، د رد سوو پناه غوښتونکو د چټک اخراج او د «Remigration» په نوم د سختې مهاجرتي تګلارې ملاتړ کوي.
له همدې امله هغه افغانان چې د پناه غوښتنه یې رد سوې وي او په جرمني کې د پاتې کېدو بل قانوني حق ونه لري، د راتلونکي په اړه تر نورو ډېر اندېښمن دي.
خو د دې موضوع په اړه باید یو مهم توپیر په پام کې ونیول سي: د AfD انتخاباتي بریا په خپله د دې معنا نه لري چې ټول افغان کډوال به افغانستان ته واستول شي.
د جرمني د قانون له مخې د هر هغه کس چې د اقامې او اخراج موضوع باید د هغه د انفرادي وضعیت پر بنسټ وڅېړل سي.

د پناه غوښتنې د رد، او د اقامې د ډول، د امنیتي وضعیت او نورو قانوني عواملو له مخې د هر شخص حالت دلته په قانونې لحاظ توپیر لري.
ایا د افغانستان په اړه د اخراج سیاست به سخت سي؟
افغانستان د کډوالو د ستنولو له پلوه ځانګړی او حساس وضعیت لري. په افغانستان کې د امنیتي، سیاسي او بشري حقونو وضعیت د دې سبب شوی چې د افغانانو د اخراج موضوع د جرمني په سیاست کې له اوږدې مودې راهیسې له بحث او جنجال سره مخ وي.
جرمني په وروستیو کلونو کې د هغو افغانانو د اخراج هڅې ډيري ګړندئ کړې چې د جرمني چارواکو په نظر د پاتې کېدو قانوني حق پدغه هیواد کې نه لري، خو د افغانستان پر لور د هر ډول اخراج په اړه د بشري حقونو او امنیتي وضعیت بحثونه لا هم دوام لري.
له همدې امله، د افغان کډوالو لپاره اصلي پوښتنه یوازې دا نه ده چې ایا اخراج سته او که نه؟ بلکې دا ده چې د چا اخراج ممکن دی، د چا لپاره قانوني خنډونه سته، او د هر شخص انفرادي وضعیت څنګه ارزول کېږي؟
د پناه غوښتنې د غوښتنلیکونو په اړه څه شتون لري؟
بله مهمه اندېښنه دا ده چې ښايي په راتلونکي کې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه په پراخه کچه رد سي.
د AfD له لوري د پناه سیستم د سختولو غوښتنې مطرح سوې دي، خو د یوه سیاسي ګوند انتخاباتي بریا پخپله د دې معنا نه لري چې د پناه غوښتنې ټول قوانین سمدستي له منځه ولاړ سي او دوی حق لري چې هر څوک د پناه غوښتنی څخه محروم کړي.

د جرمني او اروپايي قوانینو له مخې د پناه غوښتنې قضیې باید د قانوني اصولو پر بنسټ وارزول سي. د هر غوښتونکي شخصي وضعیت، د هغه د بېرته ستنېدو خطر او نور اړوند عوامل د پرېکړې په پروسه کې ډیر اهمیت لري.
همدارنګه، د جرمني محکمې د مهاجرت په قضیو کې د حکومت د پرېکړو د قانوني څار مهم رول لري. له همدې امله، حتی که په سیاسي کچه د مهاجرت د سختولو غوښتنې زیاتې سي، ټولې پرېکړې له قانوني او قضايي څار څخه پورته نه دي.
تر ټولو زیانمنه ډله څوک ده؟
د AfD د سختو مهاجرتي سیاستونو په صورت کې ښايي تر ټولو زیات فشار پر هغو کسانو راسي چې د پناه غوښتنه یې وروستۍ رد سوې وي او په جرمني کې د پاتې کېدو بل قانوني بنسټ ونه لري.
د Duldung لرونکي کسان هم د ځانګړې اندېښنې وړ دي دلته ، ځکه Duldung د دایمي اقامې معنا نه لري؛ بلکې په ځانګړو شرایطو کې د اخراج د موقتي ځنډولو وضعیت دی.
له بلې خوا، هغه کسان چې معتبره Aufenthaltserlaubnis یا د پاتې کېدو بل قانوني حق لري، یوازې د AfD د انتخاباتي بریا له امله په اتومات ډول د اخراج له خطر سره نه مخ کېږي.
همدا توپیر د دې لپاره مهم دی چې د ټولو افغان کډوالو وضعیت په یوه کچه ونه ارزول سي.
المان کې د کډوالو پر وړاندي د سیستماتیک چلند وېره
د افغان کډوالو یوه بله اندېښنه دا ده چې د ښي اړخو ګوندونو د نفوذ له زیاتېدو سره ښايي په ټولنه کې د بهرنیانو او کډوالو پر وړاندې سیاسي او ټولنیز فشار زیات سي.

دا وېره یوازې د اخراج له موضوع سره تړلې نه ده. د کډوالو لپاره د ادغام، تابعیت، اقامې، کورنۍ یوځای کېدو او ټولنیز مشارکت په برخو کې هم د احتمالي سختو سیاستونو اندېښنه مطرح ده.
خو په دې برخه کې هم باید د سیاسي شعارونو او عملي قانوني بدلون ترمنځ توپیر وسي. یو ګوند کولی شي سخت سیاسي شعارونه مطرح کړي، خو د جرمني د قانون د بدلون لپاره پارلماني اکثریت، قانوني پروسه او په ډېرو مواردو کې د محکمو څار هم مطرح وي.
افغان کډوال باید څه وکړي؟
د اوسني وضعیت په رڼا کې د افغان کډوالو لپاره تر ټولو مهمه خبره دا ده چې خپل قانوني وضعیت جدي وڅاري.
هغه کسان چې د BAMF پرېکړې ته انتظار باسي، باید د پناه غوښتنې د پروسې اړوند اسناد په منظم ډول وساتي. هغه کسان چې منفي پرېکړه ترلاسه کوي، باید د اعتراض او محکمې د قانوني مهلتونو په اړه ژر تر ژره مسلکي حقوقي مشوره ترلاسه کړي.
همدارنګه، هغه کسان چې Duldung لري باید وګوري چې ایا د دوی لپاره د بل ډول اقامې، مسلکي کار، زده کړو، کورنۍ یا نورو قانوني لارو امکان شته که نه.
په داسې حساس وخت کې د ټولنیزو رسنیو اوازې او ناتایید سوي معلومات د قانوني مشورې بدیل نه سي کېدای.
پایله؛ وېره شته، خو د راتلونکي په اړه باید له افراطه ډډه وشي
په جرمني کې د AfD د بریاوو زیاتېدل د افغان کډوالو لپاره د جدي سیاسي اندېښنې سبب سوی دی. د مهاجرت د محدودولو، د رد سوو پناه غوښتونکو د اخراج او د پناه سیستم د سختولو په اړه د دې ګوند دریځونه روښانه دي.
خو له دې څخه دا پایله اخیستلائ سو که چیري AfD بریالۍ سوه، نو ټول افغانان به افغانستان ته واستول سي دا خبره د قانون او له حقوقي پلوه سمه نه ده.

د راتلونکي اصلي خطر ښايي د هغو کسانو لپاره وي چې د پاتې کېدو قانوني حق نه لري او یا یې د پناه وروستۍ غوښتنه رد سوې وي.
د نوي پناه غوښتونکو لپاره هم ښايي شرایط سخت سي. خو د قانوني اقامې لرونکي کسان او هغه کسان چې د محکمې یا نورو قانوني پروسو له لارې د ساتنې حق لري، خپل حقوق لري.
په پای کې، د جرمني د مهاجرت سیاست یوازې د یوه ګوند په انتخاباتي بریا نه ټاکل کېږي. د پارلمان جوړښت، ائتلافونه، فدرالي قوانین، اروپايي قوانین او د جرمني محکمې ټول د دې بهیر مهم عوامل دي.
له همدې امله د افغان کډوالو لپاره تر ټولو مهم پیغام دا دی: چې د سیاسي بدلونونو په اړه باید هوښیار او خبر واوسي، خو له هرې اوازې څخه د سمدستي اخراج وېره هم باید ونه کړي. د هر شخص قانوني وضعیت جلا دی او د هغه د راتلونکي په اړه پرېکړه باید د قانون له مخې وسي.

