پاکستان قامي هوایي شرکت پي آی اې د سخت مالي بحران اؤ د تېلو د نشتوالي له امله په بشپړ ډول تړل کېدو ته نزدې شوی دی اؤ د پي آی اې ویاند منلې ده چې د تېرو ۱۰ ورځو په مهال ددغه هوایي شرکت د الوتکو تر ۳۰۰ زیاتې الوتنې منسوخ کړی شوې دي.

د ډان ورځپاڼې د رپورټ له مخې د پاکستان قامي هوایي شرکت دا مهال د بدترین بحران سره مخ دی اؤ د پاکستان د تېلو سرکاري کمپنۍ (پي ایس او) له دې امله پي آی اې ته دتېلو ورکول کم کړي دي چې دغه هوایي شرکت پي ایس او ته د تېلو ورپاتې پیسې په وخت نه شي ورکولی.

د پي ایس او له لوري پي آی اې ته د تېلو کمولو له امله د۱۴م اکتوبر نه راپدېخوا د پي آی اې ۳۲۲ الوتنې منسوخ کړل شوي دي چې دې کې ۱۳۴ الوتنې بهرنیو هیوادونو ته ټاکل شوې وې.

ډان د پي آی اې د ویاند له قوله ویلي دي چې د تېرې نهې یا سه شنبې په ورځ د پي آی اې ټولې ۵۱ الوتنې منسوخ کړل شوي چې ۲۷ پکې د ملک دننه وې.

د پاکستان قامي هوایي شرکت د تېرې ډيرې مودې راهسې په تاوان کې روان دی اؤ په نزدې وختونو کې حکومت د پي آی اې شخصي څانګې ورکولو هڅې هم چټک کړي دي.