پاکستاني چارواکي وايي، د افغان کډوالو د بېرته ستنولو لپاره یې درې نوي مزکرونه فعال کړي دي، چې یو یې د بلوچستان په کلا سیف الله او دوه نور یې په چاغي ولسوالۍ کې دي.
دوی وايي هلته یې خپل کارکوونکي هم ځای پر ځای کړي دي. تر اوسه ډېری کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارې افغانستان ستانه شوي دي.
په سپین بولدک کې له نژدې درې اوونیو راهیسې د ځایي خلکو له خوا لاریونونه او پرلت روان دی او له همدې امله د هم د کډوالو ستنولو بهیر یو څه ستونزمن شوی دی.
دوی د پاکستاني حکومت پر هغې پرېکړې نېوکه کوي چې وايي له دغې لارې تېرېدونکي ځايي خلک دې پاکستانۍ ویزې ولري.
د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر جان جان اڅکزي یوې خبري غونډې ته ویلي، تر دې دمه د سپین بولدک او چمن له لارې تر سل زرو افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي، چې شاوخوا ۳۰ زره یې له سند څخه ایستل شوي خلک وو.
جان اڅکزي وايي د سند ځايي حکومت دا هم ورته ویلي اوسمهال هره ورځ شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال بېرته ستنول کېږي خو دا شمېر به په راتلونکو ورځو کې تر ۱۵۰۰ لوړ شي.

بل پلو د هالیووډ مشهورې ستورې انجلینا جولي په خپلې انستاګرام پاڼې له پاکستانه د افغان کډوالو پر ایستلو خواشیني څرګنده کړې ده او هغه یې یو “ژور بشري ناورین” بللی دی.
هغې لیکلي، “پاکستان له لسیزو راهیسې د ډېرو افغان کډوالو کورنیو ملاتړ کړی دی. زه خواشینی یم چې دوی په ناڅاپه توګه هغه کډوال بېرته افغانستان ته اړوي چې په کې د ژوندي پاتې کېدو له ناممکنو واقعیتونو سره مخ دی.
په افغانستان کې مېرمنې له ټولو حقونو او د زده کړو له اسانتیاوو بې برخې شوي ، ډیری یې زنداني کېږي او یو ژور بشري بحران دی.
انجلینا جولي وايي دا په نړیواله کچه د بشري حقونو د شاته تګ یوه بله بېلګه ده، او د افغانانو د کړاوونو په اوږده تاریخ کې یوه نوې غمیزه، چې له څلوېښتو کلونو راهیسې یې له جنګ جګړې او بې ځایه کېدو پرته بل څه نه دي تجربه کړي.
افغانستان کې د طالبانو حکومتي چارواکي وايي، په تورخم دروازه کې له تېرو دوو ورځو راهیسې د کډوالو بېرته راستنېدو بهیر یو څه ورو شوی دی.