زموږ په اړه :

د افغانستان ږغ  راډیو (AVR) د انلاین انټرنیټي راډیو پلیټ فارم په توګه د المان له بون ښار څخه  فعالیت کوي، چې موخه یې د افغانستان خلکو ته د غیري سانسور خپرونو وړاندې کول دي.

AVR یا د افغانستان ږغ راډیو د آلمان له یوه ښار بون څخه  د المان حکومت د رسنیو د قانون لمخې جواز ترلاسه کړئ او خپل   فعالیت کوي، دغه راډیو اوس د انټرنیټ په مټ تاسې ۲۴ ګړۍ تاسو ته بیلابیلې ، تفریحې ، خبرې ، خندونکې او معلوماتې خپرونې خپروي، چې په افغانستان کې د ټولنیزو رسنیو له لارې سلګونه زره اوریدونکې لرې.

د AVR د خپرونو ډیر  تمرکز د ښځو په تعلیم، بشري حقونو، د بیان ازادۍ، او د غیرقانوني کډوالۍ په څیر مسلو ته د رسیدو لپاره خورا مهم دی، په ځانګړې توګه د طالبانو د  حکومت راوروسته اوس په رسنیو سانسور لګول شوي  دی .

 د ۲۰۲۱ م  کال د اګست له ۱۵ مې نیټې راهیسې، کله چې طالبانو افغانستان کې  واک واخیست، د متنوع ږغونو او معلوماتو د پام وړ کمښت د افغانانو لپاره د لاسرسي وړ دی.

د AVR موخه د هغو کسانو لپاره چې په کور کې محدود دي د تعلیمي پروګرامونو په خپرولو سره د ښځو په تعلیم کې مرسته کول په ځانګړې توګه  چې هغوي لدې چاپیریال څخه اغیزمن سوي  دي.

موږ  د ځینو ټولنیزو رسنیو د پلیټ فارمونو کارول لکه فیسبوک، انسټاګرام، ټیک ټاک، یوټیوب، او د خپرونو خپرولو لپاره ویب پاڼه د اوریدونکو لپاره د لاسرسي وړتیا لوړوي، د دوی لپاره د ږغ  رسولو په برخه کې اسانه لار چمتو کوي.

 

دا نوښت د پام وړ دئ، ځکه چې دا د هغو کسانو د ږغونو په لوړولو کې مرسته کوي چې په آزاده توګه د ځان څرګندولو څخه منع سوي دي.

 د WhatsApp، فیسبوک او نورو چینلونو له لارې ترلاسه شوي مثبت نظرونه د افغانستان ږغ   او د هغې د خپرونو لپاره د افغان لیدونکو  او اوریدونکو لپاره یوه ښه بیلګه او دا موږ ته واک راکوې ترڅو ستاسې رالیږل سوي ږغونه په خوندي توګه خپاره کړو .

تاسو کولی سئ د افغانستان ږغ راډیو د جرمني له بون ښار څخه په ۲۴ ساعتونو کې زموږ په ویب پاڼه کې تل واورئ.

تاسو هم کولی سئ چې خپل نظرونه، وړاندیزونه او نورې مقالې زموږ د بریښنالیک له لارې هم موږ ته راولیږئ.

online@avr.fm