درې ورځې کېږي چې د بدخشان ولایت په نُسی ولسوالۍ کې د تالبانو د حکومت د ځایي قومندان جمعه خان فاتح او د تالبانو د حکومت ځواکونو ترمنځ وخت نا وخته نښتې کېږي. اوس تازه ښاغلي فاتح په یو ږغیږ پیغام کې د تالبانو دفاع وزارت له لوی درستیز څخه غوښتنه کړې چې دا لانجه باید د خبرو له لارې حل شي.
په دغه ږغیږ پیغام کې، چې ټولو رسنیو ته رسیدلی، اوریدل کېږي چې ښاغلي فاتح د تالبانو د حکومت یو لوړ پوړي امنیتي مسوول ته په خطاب کې خبرې کړې دي.
ښاغلي فاتح په نسی ولسوالۍ کې د تالبانو حکومت پر "خاصې قطعې" تور پورې کړی چې د خلکو کورونه یې تلاشي او یو شمېر ملکیان یې په ډزو وژلي دي.
د تالبانو حکومت د دفاع وزارت وايي، نښته د جمعه خان فاتح وسله والو پیل کړې ده
11