د پاکستان د اطلاعاتو وزیر وایي، هېواد یې داسې “باور وړ استخباراتي معلومات” لري چې هند غواړي په راتلونکو ۲۴ تر ۳۶ ساعتونو کې پوځي برید وکړي.

عطاءالله تارړ دغه څرګندونې وروسته له هغه کړي چې هندوستان پر پاکستان تور پورې کړ د هغو جنګیالیو ملاتړ یې کړی چې تېره اونۍ یې د هند تر واک لاندې کشمير کې په يوه برید کې ۲۶ سېلانیان ووژل. اسلام‌اباد دا تورونه رد کړي دي.

تارړ وویل، هندوستان غواړي له دې بریده د یوې “جعلي پلمې” په توګه کار اخلي او که هند داسې پوځي یرغل وکړي، نو “په قاطع ډول به ځواب ورکړل شي”.

بي‌بي‌سي د هندوستان د بهرنیو چارو له وزارت سره د نظر اخیستو لپاره اړیکه نیولې ده.

دغه برید چې د پهلګام د سېلانۍ ښارګوټي ته نژدې وشو، د تېرو دوو لسیزو په ترڅ کې په کشمير کې د ملکي وګړو پر وړاندې تر ټولو وژونکی برید بلل شوی. هند او پاکستان دواړه دغه سیمه د ځان ګڼي او تر دې دمه یې پرې دوه جګړې کړې دي.

په وروستیو ورځو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر پوله د سپکو وسلو ډېر بریدونه شوي.

اوس دا اټکل کېږي چې ښایي هندوستان د ۲۰۱۹ او ۲۰۱۶ کلونو له وژونکو بریدونو وروسته بیا هم پر پاکستان پوځي برید وکړي.

چارواکو تېره اونۍ ویلي وو چې د هند تر ولکې لاندې کشمير کې یې پراخې پلټنې کړي او تر ۱۵۰۰ ډېر کسان یې د پوښتنو ګروېږنو لپاره نیولي دي. له هغې وروسته نور کسان هم نیول شوي، خو کره شمېر یې نه دی څرګند.

چارواکو د لږ تر لږه لسو مشکوکو جنګیالیو کورونه وران کړي دي. ویل شوي چې لږ تر لږه یو تن له هغه مشکوک کس سره تړاو درلود چې په ډزو کې یې نوم یاد شوی و.

کشمیر، چې هند او پاکستان دواړه یې بشپړ ملکیت غواړي خو یوازې یوه برخه یې اداره کوي، له ۱۹۴۷ کال راهیسې چې دواړه هېوادونه جلا شول، د شخړو یوه مهمه نقطه پاتې شوې ده.

د هند تر ادارې لاندې کشمیر کې له ۱۹۸۹ راهیسې د هندي واک پر ضد وسله‌وال پاڅون روان دی او جنګیالیو هم امنیتي ځواکونه او هم ولسي وګړي په نښه کړي دي.

هندوستان تر اوسه کومې ډلې ته ګوته نه ده نیولې چې برید یې کړی او لا هم دا نه ده څرګنده چې دا کار چا کړی. یوې لږ‌ پېژندل شوې ډلې چې ځان “د مقاومت جبهه” بولي، لومړی د برید پړه منلې وه، خو وروسته یې له برید سره هر ډول تړاو رد کړ. راپورونه وايي دا جبهه له “لشکر طیبه” سره تړاو لري، چې یوه پاکستان مېشته وسله‌واله ډله ده.

د هندي پولیسو په وینا، دوی د څلورو مشکوکو بریدګرو له ډلې درې تنه پېژندلي دي. وایي دوه یې د پاکستان وګړي دي او یو د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې ځایي اوسېدونکی دی. د څلورم کس په اړه معلومات نه شته.

د پېښې ډېر ژوندي پاتې شوي کسان وایي، وسله‌والو په ځانګړې توګه د هندوانو نارینه په نښه کړي وو.

دغه برید په هند کې پراخ غبرګونونه راپارولي او لومړي وزیر نریندرا مودي په ښکاره ویلي چې هېواد به یې مشکوک کسان “د نړۍ تر وروستي سره تعقیب” کړي او هغه کسان چې دا برید یې پلان کړی او ترسره کړی “له خپل تصوره پورت