د جرمني دفاع وزیر بوریس پېسټورېس ویلي د امریکا متحدو ایالتونو دا پرېکړه چې د دوی له هېواده ۵ زره سرتېري باسي، “د اټکل وړ” وه.

هغه د جرمني ډي‌پي‌اې خبري اژانس سره خبرو کې ټینګار کړی چې “په اروپا کې، او په ځانګړي ډول جرمني کې د امریکایي سرتېرو حضور زموږ په ګټه دی او د امریکا په ګټه دی.”

ښاغلي پېسټورېس په دې مرکه کې دا هم ویلي چې اروپا باید خپل امنیت لپاره لا ډېر مسوولیت پر غاړه واخلي او دا چې برلین به اوس په دې لویه وچه کې له خپلو متحدانو سره له ډېره نژدې همکاري کوي.

هغه دې ته په اشارې سره چې هېواد یې په وروستیو کلونو کې د پوځي لګښتونو کچه په څرګند ډول لوړه کړې، وویل: “جرمني پر سمه لاره روان دی.”

له دې سره هممهاله ناټو ویلي چې له واشنګټنه په دې تړاو لا ډېر وضاحت غواړي.