کابل ته د لوړ پوړي قزاق پلاوي سفر: طالبان وايي،غواړي له استانې سره سوداګري دوه برابره ډېره شي

د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سیریک ژومانګارین په افغانستان کې د طالبانو حکومت له چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته رسېدلی دی.

د طالبانو حکومت چارواکي وايي، د ښاغلي ژومانګارین د سفر هدف د افغانستان او قزاقستان تر منځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو وده او پراختیا ده.

د طالبانو حکومت دولتي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال به د رسمي لیدنو- کتنو تر څنګ په قزاق – افغان سوداګریز فورم کې هم ګډون وکړي، چې سبا (سې شنبه) د دواړو هېوادونو د حکومتي چارواکو او خصوصي سکتور د استازو په ګډون پرانیستل کېږي.

د طالبانو حکومت کې د افغانستان دولتي خبري اژانس باختر رپوټ ورکړی چې، ښاغلی ژومانګارین او ورسره مل پلاوی به د طالبانو حکومت له مشرانو سره ”پر اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو سربېره د زېربنایي پروژو په برخه کې د همکاریو د لا زیاتې پراختیا په اړه بحث او خبرې وکړي.”

د ښاغلي ژومانګرین له قوله ویل شوي، چې ”قزاقستان چمتو دی، د کان کېندنې او طبیعي سرچینو په برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي او په همدې موخه یو شمېر قزاقي سوداګر راغلي چې په دې لړ کې د اسلامي امارت د مسوولینو وړاندیزونه واوري.”

په تېر کې د طالبانو حکومت ویلي و، له قزاقستان سره یې په تېرو درېیو کلونو کې سوداګریزه راکړه ورکړه یو میلیارد ډالرو ته رسېدلې ده او اوس د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي، د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له ښاغلي ژومانګارین سره لیدنه کې ویلي چې پلان لري چې په راتلونکو څو کلونو کې دا کچه درې میلیاردو ډالرو ته ورسېږي.

ښاغلي فطرت په یوه اعلامیه کې ویلي، ”افغانستان له قزاقستان او د سیمې له نورو هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو او سوداګریزو مناسباتو د پياوړتیا لپاره قوي هوډ لري او په همدې موخه یې په دې وروستیو کې د کابل او استانې ترمنځ درې میلیاردو ډالرو ته د سوداګرۍ کچې رسېدو په موخه د لار نقشې مسوده لاسلیک کړې ده.”

دغه اعلامیه کې زیاته شوې: ”د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال وویل، افغانستان د سیمې هېوادونو سره په صنعتي، سوداګریز او ترانسپورټي ډګر کې همکارۍ ته ژمن دی، په دې اړه اسلامي امارت د څلورو هېوادونو (افغانستان، ایران، قزاقستان او ترکمنستان) د واحد مرکز اړوند موافقتنامې مسوده ترتیب او له قزاقستاني لوري سره یې شریکه کړې ده.”

وړمه ورځ د طالبانو حکومت د ټولګټو وزارت چارواکو ویلی و، د یاد وزارت مسوولینو کابل کې د قزاقستان له سفیر ګریزاکباسوف سره لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو توکو پر لېږد او د افغانستان له لارې نورو هېوادونو ته د سوداګریزو توکو د لېږد -رالېږد د ډېروالي او د قزاقستان ودانیزو شرکتونو له لوري په افغانستان کې د زېربنايي پروژو، په تېره د اوسپنې پټلۍ برخه کې د پانګونې په باب خبرې کړې دي.‌

د افغانستان سوداګرۍ خونې دې وروستیو کې ویلي ، د سوداګرۍ له اړخه یې اوس پر پاکستان تکیه کمه شوې ده، ښايي همدا یې لامل وي چې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره سوداګریزه راکړه-ورکړه پراخه شوې ده.

د یادونې ده، چې قزاقستان جمهوریت چې د نفتو خورا پریمانه زېرمې لري، د تېر کال په جون کې د مرکزي اسیا لومړنی هېواد و، چې د طالبانو نوم یې د (ممنوع ترهګرو ډلو) له لیسته وایست.

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقایف هغه مهال په الماتا کې د ټولنیز امنیت تړون غړو هېوادونو سرمشریزې ته ویلي و، چې ”له افغانستان سره سوداګریزې او اقتصادي همکارۍ ته په پام سره او دا چې د طالبانو حکومت اوږدمهاله دی” طالبان د ترهګرو ډلو له نوملړه باسي.

د قزاقستان سترې محکمې په ۲۰۰۵ کال کې طالبان (ترهګره ډله) وبلله او د دغه هېواد په خاوره کې یې د دوی فعالیت ممنوع اعلان کړی و.

په ۲۰۲۱ کال کې بیا واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته داسې فکر کېده، چې قزاقستان چې له افغانستان سره ګډه پوله نه لري، په افغانستان کې تر ډېره بریده د مسکو پالیسي تعقیبوله.

د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین ویلي و له طالبانو سره باید په داسې توګه اړیکي رامنځته شي، ځکه ”دوی هغه کسان دي چې دا هېواد او خاوره کنټرولوي او د افغانستان اوسني واکمن دي.”

تېره اونۍ (اپریل ۱۷) بیا د روسيې سترې محکمې اعلان وکړ چې د افغان طالبانو غورځنګ یې له هغه نوملړه ځنډولی چې له ۲۰۰۳ کال راهیسي په کې د یوې ترهګرې ډلې په توګه ځای شوی و.

دې هر څه ته په پام داسې حالت کې چې د طالبانو حکومت د بشري حقونو په ځانګړې ډول د ښځو حقونو ته د نه پاملرنې له امله د لوېدیځې نړۍ او اسلامي هېوادونو له سختو نیوکو سره مخ دی او په تېرو درې کلونو کې ګوښی پاتې شوی، له منځنۍ اسیا پرانیستې دروازې ورته د اړیکو ښه فرصتونه بلل کېږي. له پاکستان سره ناسازه اړیکې او ترینګلتیا یو بل څه دي چې کابل د منځنۍ اسیا لارې د بدیل په توګه کارولی شي او هغه تشه پرې ډکېږي چې پخوا کراچۍ بندر او د پاکستان پر نورو لارو یې تکیه وه.